د اوبو لګولو او خاوره پېژندنې ډیپارټمنټ

الف) پیژندنه:

دا څانګه په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د ​​اوبو لګولو او خاوره پیژندنې تر نامه لاندې د نباتي علومو پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شوه او په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې  د ​​اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګې په بڼه بدله کړه، خو د کافي علمي کادرونو د نشتوالي له امله  د اګرانومي څانګې سره یوځای شوه.

بیا په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د کرنې په پوهنځي کې د خپلواکې څانګې په توګه په کار پیل وکړ. د دې څانګې اصلي او بنسټیز هدف د  ​​اوبو لګولو او خاوره پیژندنې په بیلابیلو برخو کې د ځوانانو نظري او عملي زده کړه ده. تر څو د دې څانګې فارغان د کرنیزو خاورو د فزیکي، کېمیاوي او بیولوژیکي خواصو د ښه کولو لپاره د مدیریت مهارتونه او پوهه ومومي. د دې ترڅنګ به د دې څانګې فارغان د اوبو لګولو د اوبو د اغېزمنې استفادې او د هغې د کېفیت په اړه معلومات تر لاسه کړي او د دې ډول سرچینو د مدیریت مسوولیت به په غاړه واخلي. د خاورې پیژندنې او ​​اوبو لګولو په ټولو څانګو کې د نوو ټیکنالوژۍ مناسبه ګټه پورته کول  دلوړ او غوره تولید لپاره د دې څانګې  د لومړیتوبونو څخه دی.

د اوبولګولو د نویو سیسټمونو معرفي کول، د سرې ورکولو نوې او اقتصادي کړنې، په کرنیزو تولیداتو باندې  د اقلیم د بدلون د منفي اغیزو کمول د عضوي کاربن او د  کرنیزو خاورو بیولوژیکي خواصو  د کچې په لوړولو سره  د مثالونو په توګه یادولی  شو.

ب) د روزنې موخې:

۱- لیدلوری:

د ​​اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګه هوډ لري چې د یوې علمي او اکادمیکې ادارې په توګه د تدریس، څیړنې او نورو خدماتو له لارې په ملي او سیمه ایزه کچه د مسلکي پوهې په پراختیا کې ونډه ولري.

۲- ماموریت:

اوس مهال د ​​اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګه د ​​اوبو لګولو او د خاورې پیژندنې په برخو کې د تدریس او څیړنو له لارې د ځوانو او مسلکي کارکوونکو په روزلو بوخته ده، او له دې لارې د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره خدمت کوي.

۳-   بنسټیزې موخې:

  • د د ​​اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګه ځانګړې موخه دلیسانس دوری محصلینو ته اوبو لګولو او خاورې پیژندنې څانګې د مضامینو تدریس کول دي.  ترڅو زده کونکي په ملی او نړیواله کچه د خاوری پوهنې اوبولګولو  په مسلک سنمبال تر څو  خلکو ته د خدمت کولو جوګه شی.

  • د یو عمومي موخی  په توګه، د چاپیریال کېفیت ښه کولو او د کرهنیز سیسټمونو د وړتیا پراختیا لپاره د علمی پرمختګونو او اختراعاتو او نوي نظرونو کارول.

  • په مناسب وخت سره د تولید ټیکنالوژۍ رامینځته کولو او په ملي او نړیوالو ژبو کې د سمې او کره مسلکي پوهې په کارولو سره د تولید کونکو ، مصرف کونکو ، پالیسي جوړونکو او طبیعت ساتونکو روزنې له لارې خلکو ته د خدماتو وړاندې کول.

ج) هوکړه لیکونه:

په اوس وخت کې د اوبو لګولو او خاورې پیژندې څانګه له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

دا څانګه یو خپلواک لابراتوار په درلودلو  چې یو اندازه  په لومرینو تجهیزاتو سمبال دی.چی  دغه وسایل د محصلینو د څیړنو لپاره کارول کېږي.

sdfg

شکل 12ـ د اوبو لګولو او خاوره پيژندنې څانګې لابراتوار انځور

tuyidf

شکل 13ـ د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګې عملي کار جریان انځور

 

د خاورې پوهنې او اوبو لګولو څانګې د کادري غړو پیژندګلوي

xcg

 

هـ) د اوبولګولو او خاوره پیژندنې څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین) 

hhhg

jj54

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم