د انرژۍ انجینرۍ دیپارټمنټ

لیدلوری:

په ملي او نړیواله کچه د زده‌کړې، څېړنې او د انرژي انجنیري خدمتونو مخکښ مرکز.

ماموریت:

د انرژي انجنیري په برخه کې د زده‌کړې، څېړنې او د ټولنې په ګډون کې د برتري له لارې د مخکښ دیپارتمنت په توګه پېژندل کېدل.

اهداف:

د انرژي انجنیري په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړې، څېړنې او د لوړ کیفیت خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مناسب بستر رامنځته کول په ملي کچه.

  • د علمي برتري ترلاسه کول د انرژي انجنیري په زده‌کړه کې د لوړو معیارونو د ساتلو له لارې، د دقیق تدریس، راتلونکې ته کتو نصاب او تعلیمي ـ څېړنیزو پروګرامونو په مرسته چې د ټولنې د بدلېدونکو اړتیاوو ځواب وي.
  • د انرژي انجنیري پوهې پراخول او کارونه د افغانستان د انرژي سکتور د پیاوړتیا لپاره.
  • د انرژۍ منطقي کارونې پراختیا او د نوي کېدونکو انرژي سرچینو اغېزمنه ګټه اخیستنه د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره.
  • د پاکو ټکنالوژیو د پراختیا هڅه په تولید، لیږد او مصرف کې د انرژۍ د چاپېریال د ساتنې لپاره.
  • د هغو محصلانو جذب او روزنه چې په انرژي انجنیري کې علاقه او استعداد لري.
  • په څېړنه او نوښت کې د برتري ترلاسه کول او د انرژي په سیستمونو او ټکنالوژیو کې د نوښت هڅونه.
  • د علمي کادرونو او کارکوونکو جذب، ساتنه او د مسلکي کچې لوړول چې د انرژي انجنیري دیپارتمنت په وده کې ونډه اخلي.
  • د دیپارتمنت د فعالیتونو او د انرژي انجنیري د مسلک په اړه د عامه پوهاوي لوړول د ترویجي پروګرامونو، ورکشاپونو او ټولنیزو تعاملاتو له لارې.
  • له ملي او نړیوالو اکادمیکو بنسټونو سره د دوامدارو همکاریو ټینګول او پیاوړتیا.

د انرژي انجنیري پوهې پراخول د څېړنو، علمي خپرونو او ټولنیزو فعالیتونو له لارې.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: