د اتومي او هسته يي فزیک ډيپارتمېنت

پېژندنه:

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په چوکاټ کې یو له درېو نويو جوړ شويو دیپارتمنونو څخه  دی چې د ټولنې د اړتیاو په اساس د پوهنتونونو، لوړو زدکړو موسسو، روغتیا، انرژی، کرنې، سکتوري وزارتونو، صنعت، معدن، مخابراتو، د هستوي انرژي اداره او داسې نورو اړونده نهادونو سره  د سولیزو هستوي انرژي څېړنو په پار د علمي او مجرب کادري غړو په درلودلو سره را منځ ته شوی دی.

لیدلوری:

د هستوي او اتومي فزیک دیپارتمنت هڅه کوي چې د فزیک په برخه کې د زده کړو، څیړنو، لارښوونو مشورو او د ټولنی لپاره د عملی پروژو په پلی کولو سره وړ کادرونه وروزي او ټولنې ته په کمی او کیفی توګه د خدمت مصدر وګرځی، ترڅو په هیواد او سیمه کې د یو غوره علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه وپیژندل شي.

ماموریت:

د هستوي او اتومي فزیک دیپارتمنت د کار بازار د اړتیاوو په پام کې نیولو او د زده کړی له لاری د تخصص لوړلو په موخه د نورو ښوونیزو، روزنیزو او څیړنیزو بیسټونو لپاره په مسلکی وړتیاوو سمبال علمی کادرونو د روزنی په برخه کې کار کوي.

موخې:

  • د تخصص په اساس د پوهي رامنځته کول.
  • د هستوي او اتومي فزیک په برخه کی د مسلکی کادرونو روزنه.
  • د لوړو زده کړو د تحصلی نظام پر بنسټ د کادرونو رامنځته کول چی اغیزمنی پایلی ولری.
  • د شاګرد محوری د میتود پر بنسټ د وړتیاوو روزنه او پرمختګ.
  • د هستوي او اتومي فزیک په برخه کی د څیړنیزو بنسټونو رامنځته کول او دهغه په واسطه د څیړنیزو خدمتونو وړاندی کول.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم