بوتاني ډيپارټمنټ

پېژندنه:

بوتاني ډیپارټمنټ د بیولوژي پوهنځي یو له بنسټیزو او اساسي ډیپارټمنټونو څخه دی چې د بیولوژي پوهنځي له رامنځته کېدو سره سم په ۱۳۹۵ لمریز کال کې رامنځته شوی دی. بوتاني ډیپارټمنټ خپل اکاډمیک فعالیتونه د دغه پوهنځي تر ریاست لاندې پرمخ بیایي. د دغه ډیپارټمنټ بنسټیز فعالیتونه د پوهنځي له درسي نصاب سره سم د اړوندو مضامینو تدریس، علمي څیړنو تر سره کول، علمي کنفرانسونو جوړول،  د مونوګراف په لیکلو کې د محصلانو لارښوونه، د پوهنځي او پوهنتون په کچه او نورو اړوندو ادارو او د لوړو زده‌کړو وزارت په بېلابېلو کمېټو کې ګډون، د دغه ډیپارټمنټ له دندو څخه شمېرل کېږي. بوتاني ډیپارټمنټ په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې د تطبیقي او زماني شرایطو په برابرېدو سره د ډیپارټمنټ د پرمختګ او پراختیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي چې ډلې یې له بوتاني ډیپارټمنټ څخه په اختصاصي شکل د محصلانو فراغت او په بوتاني دیپارټمنټ کې د اختصاصي کادرونو روزنه د یادونې وړ دي. د بوتاني ډیپارټمنټ علمي کادر غړو شمېر اوس ۵ ته رسېږي چې  درې تنه یې د ماسټرۍ په کچه تحصیلي درجې لري او دوه نور یې د دوکتورا او ماسټري په دوره کې په تحصیل بوخت دي.

د بوتاني ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې:

بوتاني پوهنځی دا ماموریت لري چې د کادرونو په روزنه، پوهنتونونو کې تدریس، د لوړو زده‌کړو موسسو، مسلکي انسټیټیوټونو، لیسو او د عامې روغتیا په پروژو کې د څېړنو په برخه کې، کرنې، ځنګلونو، اوبو ورکونې، د څښاک اوبو، چاپېریال ساتنې، د کلیو پراختیا او نړیوالو مؤسسو؛ لکه، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار او فعالیت وکړي.

بوتاني ډیپارټمنټ د عملي تجربو تر سره کولو په موخه د نباتاتو بڼ جوړولو او په تجربو کې د نباتاتو کارونې او له تجربې لاندې نباتاتو روزلو او ساتلو لپاره یو تخصصي او مناسب ځای ته اړتیا لري چې په دې اړه د پوهنځي او پوهنتون رهبرۍ سره هم اړیکه نیول شوې او موضوع ورسره شریکه شوې، له دې سره جوخت ډیپارټمنټ هم پام کې لري چې د مسلکي او متخصصو داخلي او بهرنيو استادانو په مرسته یوه مناسبه طرحه د دغه بڼ د جوړولو او د ضرورت وړ توکو په موخه چمتو کړي او د اړوندو مراجعو له لارې یې په جوړولو کې کوښښ وکړي.

د بوتانې ډیپارټمنټ ښوونیزې موخې:

  •  په بوتاني برخه کې د لیسانس په کچه دولتي او خصوصي ادارو ته د مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه
  • دولتی او خصوصي ښوونځیو ته د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزنه
  • د مسلکي نبات پوهانو روزنه
  • دولتي او خصوصي ښوونځیو ته د عملي لابراتواري کارونو لپاره د تخنیکي اسیسټانټانو روزنه
  • د هېواد د نباتاتو په اړه مسلکي او تخصصي پوهې د لېږد له لارې په افغانستان کې د ګټورو نباتاتو او له منځه تلونکو نباتاتو د نسلونو خوندیتوب لپاره مبارزه
  • په ایکوسیسټم او ورځني ژوند کې د نباتاتو په ارزښت پوهېدل
  • د چاپېریال ساتنې او نباتاتو د خوندیتوب فرهنګ ترویجول
  • د ټولنې په مسلکي او تخصصي پرمختګ کې ونډه اخیستل او د افغانستان اسلامي امارت عالي موخو ته لاس رسی.
  • د ژمن او مسلکي کاري ځواک روزنه

لیدلوری:

بوتاني ډیپارټمنټ په پام کې لري چې د غوره کادرونو د مسلکي او تخصصي کچې لوړوالي او د څېړنو پراختیا په موخه په راتلونکي کې زده‌کړیالان له اختصاصي بوتاني څانګې فارغ التحصیل کړي او په دې برخه کې ټولنې ته بوتاني کادرونه او متخصص نبات پوهان وړاندې کړي.

ماموریت:

بوتاني ډیپارټمنټ اوسمهال د بیولوژي پوهنځي له فعالو ډیپارټمنټونو څخه دی چې هېواد او خلکو ته د لیسانس په کچه د تکړه او متخصصو کادرونو په روزنې بوخت دی.

لابراتوار او ښوونیز تجهیزات:

شمېره

د لابراتوار ډول

توکي او تجهیزات

کتنې

1

سیسټماټیک لابراتوار

نوري مایکروسکوپ او استریو، هرباریوم، د وچو شویو او تازه نباتاتو نمونې

 

2

نباتي فزیولوژي لابراتوار

سنټروفیوژ، برقي داش، حساس ترازو، PH متر، بېکر، ټېسټ تیوب، سلنډر، پتري دېش، پیپېت  او نور د نباتاتو نمونې

 

3

اناتومي مورفولوژي لابراتوار

نوري مایکروسکوپ، اسټریو مایکروسکوپ، تسلیخ بکس، دایمي سلایډونه او نباتاتو د ریښې، ساقې او پاڼې تازه ټوټې

 

4

د ګټورو نباتاتو لابراتوار

واټرباټ، د(بندکت، فیهلنگ او د غلو، حبوباتو طبي نباتاتو نمونې او د هغوی د الکالوییدونو را ایستلو) محلولونه

 

5

جنټیک لابراتوار

 نوري مایکروسکوپ، ایتانول محلول، تیزابونه، ډیټارجنټونه اوتوکلاف او له نباتاتو څخه د DNA را ایستل او هم  د دایمي سلایډونو یا د تسلیخ وړ حیواناتو له لارې د ګمیټونو لیدل

 

د بوتانی ديپارټمنټ علمي کادر غړي:

شماره

اسم

تخلص

تحصیلي رشته

1

فریده

ویدی

بوتانی

2

محمدحامد

همدرد

بوتانی

3

گل څانګه

لمر

بوتانی

4

صفت الله

ذاکری

بوتانی

5

فضل الرحیم

فاتح

بوتانی

6

فصیح الله

محمدی

بوتانی

7

نوید

ساحل

بوتانی

8

رویدا

اکبری

بوتانی

د بوتاني ډیپارټمنټ درسی نصاب:

2154gfdg

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم