اوسنی حالت

د کرنې پوهنځی درې بلاکونه لري(۱ بلاک ، ۲ بلاک،۳ بلاک) . په ټوله کې د کرنې پوهنځی ټول فزیکی تسهیلات د دغې پوهنځی په دریو بلاکونو کې شتون لري چې په لاندې توګه دي:

  • ۱ بلاک: نهه درسي اتاقونه چې  دوه اتاقونه یی له ۲۰۰ تنو زیات ظرفیت او پاتې نور یی له ۵۰ تنو زیات ظرفیت درلودونکي ، د استادانو لس کاري اتاقونه ، اووه لابراتوارونه (کرنیز اقتصاد او پراختیا، اگرانومی، د نباتاتو ساتنه، هارتیکلچر، د ځنګلونو او طبیعی زیرمو، حیواني علومو او خاکشناسي)څانګو، انټرنټ کلپ او د کمپیوټر زده کړو مجهز لابراتوار، د څیړنیز فارم آمریت او سرور روم لري.
  • ۲ بلاک: د کرنې پوهنځی ریاست، اداري برخه (تدریسی مدیریت، د حیواني علومو او اګرانومي څانګو د ماستري برنامو مدیریت)،۸ درسي اتاقونه چې درې اتاقه یی له ۸۰ تنو څخه زیات ظرفیت لري، د استادانو ۱۰ کاري اتاقونه، یو لابراتوار(بایوټکنالوژي او کرنیزو تخمونو تولید) او سرور روم لري.
  • د جلساتو  تالار چې په ۲ بلاک کې واقع ده ، په سونډ سیستم سمبال او له ۳۲۰ تنو څخه زیات ظرفیت لري.
  • د کنفراسونو تالار چې په ۲ بلاک کې واقع ده په پروجکتور سمبال او له ۲۰۰ تنو څخه زیات ظرفیت لري.
  • کتابتون چې په ۲ بلاک کې واقع او په بیلابیلو څانګو کې  له ۶۶۰۰ جلدونو څخه زیات کتابونه لري.
  • ۳ بلاک :  څیړنیز فارم چې د ۷۴ جریبه ځمکې په ظرفیت سره  د علمي څیړنو په موخه په دوه برخو( کرنیزو ځمکو کښت او دحیواناتو روزنه)  کې فعالیت کوي.
  • دعلمي څیړنو په موخه دوه ګلخونې چې په دریم بلاک کې واقع دي.
  • د څیړنیز فارم باغونه چې تیکا څیړنیزه باغچه، د مڼو باغ، د زردالو باغ او د انګورو باغ دی؛ او د دریم بلاک برخه دي.
  • زرغونه سیمه چې په دوه برخو ( د دوه بلاکونو تر منځ او د ۲ بلاک مخې ته) د ۶۰۰۰ متر مربع مساحت سره شتون لري.
  • د کرنیزو ماشین آلاتو ورکشاپ  چې بیلابیل وسایل او تجهیزات لکه مختلف النوع تراکټورونه ، مختلف النوع تخم پاشونه ، د لیول لیزر ماشین، د کچالو د کښت ماشین، تریشر، د رشقې ریبلو ماشین، د دوا شیندلو ماشینونه، کټر، د ولډینګ کاري ماشین ، د هوا ماشین لرئ، او د کرنې اړوند نور اړین تجهیزات لري.
  • د۵۰۰ مترمربع مساحت په درلودلو سره د والیبال او فوتسال ورزشي میدانونه.
  • جومات چې په یوه وخت کې د سلو تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
  • انټرنټ: د کرنې پوهنځی د انټرنټ له لاین لرونکي او بې لاینه سیسټم څخه ګټه اخلي چې ټول لابراتوارونه ، درسۍ خونې او د کرنې پوهنځۍ ټوله داخلي ساحه یی تر پوښښ لاندې راوستې ده.
  • د علم او فن مجله په څه باندې ۶۰ کلونو مخینې سره په یاده پوهنځی کې فعالیت لري.
  • د ماستري دوه برنامې چې د حیواني علومو او اګرانومي په څانګو کې فعالیت لري.

1485634895454632154

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم