د کابل پوهنتون او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۶:۳۰
ku

د روان کال د دلو میاشتې په ۱۳ د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د فارمسي پوهنځي رییس او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې رییس دکتور میر عتیق الله سادات او د دې موسسې د رهبري هئيت په حضور کې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د علمي، کلتوري او څېړنیزو او د ظرفیت جوړونې زمینې برابرېدو او پدې دواړو بنسټونو کې له شته امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې  همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې دوه اړخیزو همکاريو لویه موخه د دواړو بنسټونو د استادانو او محصلینو له لوري د موخییزو او ګ‌‌‌‌‌‌ډو علمي څېړنو، د ګ‌‌‌‌‌‌‌ډو علمي سمینارونو او کنفرانسونو جوړول، د زده کړې په بهیر کې د محصلینو د ښوونې او روزنې په موخه د زده کړیلانو تبادله، د دواړو تحصیلي موسسو د استادانو علمي مقالو خپراوی د دواړو موسسو په علمي مجلو او همدارنګه د عملي کارونو او دواړو بنسټونو د محصلینو لپاره د لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله زده کړه ییزو دورو برنامې جوړول د یو بل له امکاناتو څخه ګټه پورته کول دي.
د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې رییس دکتور میر عتیق الله سادات د هوکړه لیک د لاسلیک په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې، چې د کابل پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، د دواړو تحصیلي بنسټونو  تر منځ د بشري ځواک د پياوړتیا په برخه کې همکاري، د ګ‌‌‌‌‌‌ډوعلمي او عملي تجربو څخه ګټوره استفاده او په ځانګړې توګه د بنسټونو د پراختیا لپاره د زمینې برابرېدل یې یوه اړتیا وبلله او د دې هوکړه لیک په چوکاټ کې د ‌‌‌‌‌‌علمي او څېړنیزو  برخو کې ‌‌‌‌‌‌ډول_‌‌‌‌‌‌ډول همکاریو په دوام تاکید وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: