د ایران اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او ویاند د کابل پوهنتون له رهبري هیئت سره ولیدل او د لړم دولسمې دردوونکې پېښې ځای کې د ګلو ګېډۍ کېښوده او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې غمشریکي وکړه
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او ویاند ښاغلي سعید خطیب زاده، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر دوکتور بهادر امینیان او مل پلاوي د روان کال د لیندۍ په ۶ د چهارشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د دې پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند شفیع شریفي او ځینو نورو همکارانو هم شتون درلود، ولیدل او تر لیدلو وروسته د پېښې په ځای کې په خپل حضور سره یې د ګلو ګېدۍ کېښوده او د کابل پوهنتون او د افغانستان له خلکو سره یې خواخوږي او غمشریکي وکړه.
ښاغلي سعید خطیب زاده په پیل کې د دې لیدنې زمینې په برابرېدو خوښي وښوده، چې د کابل پوهنتون په ریاست کې تر سره شوه، د ایران او افغانستان ترمنځ علمي او فرهنګي تعاملات د دواړو هیوادونو ترمنځ غوره تعاملات یاد کړل ویې ویل، پدې برخه کې زیات کاري فرصتونه شتون لري او اړتیا ده تر څو د دواړه لورو علمي بنسټونه ګډې علمي او فرهنګي برنامې او همدارنګه پراخه علمي او څېړنیزې همکاري ولري او د دې اړیکو په پراختیا یې تاکید وکړ. نوموړي د کابل پوهنتون د لړم ۱۲ دولسمې دردوونکې پېښې باندې تأسف څرګند، چې په هغه کې یو شمېر شهیدان او ټپیان شول د کابل پوهنتون رهبري سره یې د ایران خلکو له لوري یې غمشریکي او خواخوږي وکړه.
د کابل پوهنتون رییس دې هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې ایران د افغانستان یو مهم ګاوندۍ او دوست یاد کړ زیاته یې کړه، افغانستان او ایران په مختلفو لکه: علمي، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او ... برخو کې زیات مشترکات او له یو بل سره ژورې اړیکې لري او پدې برخه کې زیات کارونه هم تر سره شوي دي ولې هغه یې کافي ونه بلل او د دې اړیکو په پراختیا او د ایران اسلامي جمهوریت اکاډمیکو بنسټونو او کابل پوهنتون ترمنځ یې په ګډو ارزښتي برنامو تاکید وکړ. ښاغلي بابري د خپلو خبرو په دوام یې د دوی د خواخوږي څخه د مننې ترڅنګ یې هيله وښوده، چې په افغانستان او د سیمې په کچه یوه سراسري سوله حاکمه شي ترڅو د دې سیمې وګړي په سوله او ارامي کې ژوند وکړي.