د کابل پوهنتون د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې ټپیانو څخه د پوهنتون رهبري هیئت لیدنه وکړه
د کابل پوهنتون رهبري هیئت په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالارکرزي، د محصلینو چارو مرستیال سید فرهاد شهید زاده او د مالي او اداري چارو مرستیال ښآغلي نور احمد درویش، د ولسمشري ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال ښآغلي عبدالکریم توتاخېل، د جمهوري ریاست سلاکار ښآغلي پوپل او د پوهنتون یو شمېر استادانو او همکارانو هم حضور درلود د علي اباد، جمهوریت، استقلال او ... په روغتونونو کې د پوهنتون د ۱۲ نېټې پېښې له ټپیانو څخه لیدنه وکړه.
د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې لیدنه کې د شهیدانو روح د دعا تر څنګ یې د دې پېښې له ټپیانو سره خبرې او ولیدل او له دوی سره یې خواخوږي څرګنده او د الله ج له درباره یې هغوی ته د روغتیا غوښتنه وکړه.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې پېښې د شهیدانو کورنیو سره ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنيو سره یې ۵۰ زره افغانۍ نقدي مرسته استولي وه، چې دا مرستې د کابل پوهنتون د رییس له لوري په عملي ډول پیل او د دې پېښې ټولو کورنیو ته به وویشل شي.