د کابل پوهنتون د ټرانسپورټ مدیریت کې د قرانکریم ختم او د دعا مراسم ترسره شول
د قرانکریم ختم او د دعا مراسم د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د یو شمېر ګرانو محصلینو د شهادت، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په پېښه کې په شهادت ورسېدل او یو شمېر نور ټپیان شول، د کابل پوهنتون د ټرانسپورت عمومي مدیریت په مسجد کې جوړ شول. دا مراسم د کابل پوهنتون د یو شمېر کارمندانو په حضور کې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ جوړ شوي وو، د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې د خواخوږي ترڅنګ یې د شهیدانو پاک روح د خوشالېدو په موخه یې د قرانکریم ختم وکړ او د دې پېښې د ټپیانو د روغتیا لپاره یې د روغتیا غوښتنه وکړه.
دا مراسم د سهار په ۹ بجو د ترانسپورټ عمومي مدیریت کارمندانو او د کابل پوهنتون د یو شمېر نورو کارمندانو په ګډون د دې مدیریت په چاپېریال کې پروت جومات کې جوړ شول.