د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۶:۱۲
شسیبشث

د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د روان کال د لړم میاشتې په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت نوماند وزیر دکتور عباس بصیر، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځیو رییسانو په ګډون د دې پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه.

پدې ناسته کې د پوهنتون د داخلي او اداري موضوعاتو اړوند د هغو له ډلې د مني سمسټر حضوري درسونو سره په ورته وخت د لوړو زده کړو د ښوونیز مدیریت د (HELMS) سیستم له لارې زده کړې، د کابل پوهنتون مالي او اکاډمیک استقلالیت، په کابل پوهنتون کې د تغییر برنامه، په پوهنتون کې نظم او ډیسپلین برنامې د توجه پیاوړتیا، په پوهنتونونو په ځانګړې توګه په کابل پوهنتون کې د علمي کچې د لوړوالي څرنګوالی او ... باندې د رهبري شورا له لوري بحث وشو او په پایله کې لایحو، مقرراتو او اړتیاوو ته په کتو اړین تصمیمونه ونیول شو.

د لوړو زده کړو نوماند وزیر دکتور عباس بصیر پدې ناسته کې خبرې وکړې او په لنډ ډول یې په خپلو څېړنیزو او علمي موندنو د څرنګوالي بهیر، د کابل پوهنتون اکاډمیک ځای لوړوالي په هکله تعهد وکړ، د پوهنتون د علمي څېړنو د کچې او کیفیت لوړول، مالي استقلالیت او تر ممکن حده د کابل پوهنتون او د نړۍ د نورو پېژندل شوو پوهنتونونو ترمنځ د اغېزمنو علمي او اکاډمیکو اړیکو جوړول، چې د پوهنتون د رییس او رهبري شورا غړو له لوري د استقبال وړ وګرځېدې.

دا ناسته، چې د ماسپښین په ۲ بجو پیل شوې وه او تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د مازیګر په ۵ بجو بجو هیواد ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: