د محصلینو چارو معاونیت

د محصلینو چارو معاونیت د کابل پوهنتون د مهمو برخو څخه ګڼل کیږي، چې د دې برخې مسوولیت د محصلینو د اسنادو تکمیلول، تحصیلي سندونو بهیر ترسره کول، د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول، مناسبه ورزشي فضاء برابرول، مشوره ورکول او د لیلیو مدیریت دی. د محصلینو چارو معاونیت په مستقیمه توګه د کابل پوهنتون ریاست محترم مقام تر اثر لاندې دی او د زده کونکو معیارونو او تجربو ته په کتو یې ډیر فعالیتونه تر سره کړي دي. د لوړو زده کړو قانون ته په کتو د پوهنتون په کچه د محصلینو چارو معاونیت د محصلینو چارو مدیریت په تنظیم کې مهم ځای دی. دا معاونیت په خپل تشکیلاتي چوکاټ کې څلور امریتونه او یو عمومي مدیریت لري، چې عبارت دي له:

۱-د محصلینو چارو امریت؛

۲- د سپورټ امریت؛

۳- د لیلیو امریت؛

۴- د محصلینو خدمتونو د همغږۍ امریت؛

۵- د تحصیلي اسنادو د برابرېدو لوی مدیریت.

پدې معاونیت کې د محصلینو شمېر زیات لوړ دی، چې د ورځې، شپې، ماسټري او دکتورا په پروګرامونو کې تقریبآ (۲۵۰۰۰) محصلین د کابل پوهنتون په مختلفو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم