علمي چارو آمریت
د علمي چارو آمریت د کابل پوهنتون په اداري او علمي جوړښت کې یو مهم او فعال بخش دی چې د څېړنو او نوښت مرستیالۍ په چوکاټ کې د علمي فعالیتونو تنظیم، انسجام او ارزونه او د استادانو د ظرفیت لوړولو مسؤلیت لري. دغه آمریت د علمي څېړنو له آمریت سره په نږدې همکارۍ، د علمي پروګرامونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو د تنظیم او د څېړنیزو فعالیتونو د ارزونې له لارې، د لوړو زده کړو د کیفیت په ښه والي، د تدریس او څېړنې ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او د علم د تولید د فرهنګ په پراختیا کې مهم رول ادا کوي.