د مرکزي کتابتون آمريت
دا آمریت د اړوندو لایحو او موخو په پامنيوي، د استادانو، محصلینو او نورو مراجعه کوونکیو لپاره د څېړنې لار آسانوي. د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون د پوهنتون له جوړېدا سره سم پر ۱۳۱۱ هـ ل کال تاسیس شو، چې ورو ورو یې د پرمختیا پړاوونه وهلي دي. یو مهال دا کتابتون د هېواد او سیمې په کچه په خورا مهمو کتابتونو کې شمېرېده. اوسمهال په دې کتابتون کې د بېلا بېلو برخو اړوند شاوخوا يو لکو پنځوس زره کتابونه شته.
دا مهال مرکزي کتابتون دا شعبې لري: عمومي آمريت، عمومي مسلکي مديريت، د کټلاګ د کارتونو مديريت، د کتابونو د وېش او تنظيم مديريت، د ريفرينس مديريت، د ټولنيزو علومو اړوند د افغانستان پېژندنې مديريت، د ساينسي علومو اړوند د افغانستان پېژندنې مديريت، د آنلاین شعبه، د دیجیتلی مدیریت او د جرايدو او مجلو مديريت، همدا راز د کتابونو د رغولو په موخه په کتابتونو کې د صحافت اداره هم لري، چې د کتابونو د خرابېدو مخه نيسي.