ستراتیژیک پلان
دافغانستان اسلامی امارت
د لوړو زده کړو وزارت
کابل پوهنتون
د کرنه پوهنځی
د ستراتیژیک پلان کمېته
د کرنه پوهنځی ستراتیژیک پلان
(۱۴۰۱ – ۱۴۰۵ هـ. ش)

د کابل پوهنتون د کرنه پوهنځي د پنځهکلن ستراتیژیک پلان لنډیز (۱۴۰۱ -۱۴۰۵ هـ ش)
دغه لنډیز د دې لپاره چمتو شوی چې د کابل پوهنتون د کرنه پوهنځي د پنځهکلن ستراتیژیک پلان (۱۴۰۱–۱۴۰۵ هـ ش) یو جامع، تحلیلي او رسمي انځور وړاندې کړي. د کرنه پوهنځی د افغانستان د لوړو زده کړو له بنسټیزو او مخکښو علمي بنسټونو څخه دی، چې د مسلکي بشري ځواک د روزنې، د علمي څېړنو د پراختیا، د دوامدار کرنه د ترویج او د هېواد د غذایي مصونیت د تأمین په برخه کې اساسي او محوري رول لري. د دغه پلان تدوین د ټولنې د ورځ تر بلې زیاتېدونکو اړتیاوو، علمي او تخنیکي بدلونونو، او د تدریس او څېړنو د کیفیت د لوړولو د اړتیاوو په رڼا کې ترسره شوی دی.
اوسنی ستراتیژیک پلان د لوړو زده کړو وزارت د پالیسی، موخو او لارښوونو، د کابل پوهنتون د ستراتیژیک پلان، اسلامي او ملي ارزښتونو، او همدارنګه د کرنه پوهنځي د دریو مخکینیو ستراتیژیکو پلانونو د تجربو پر بنسټ ترتیب شوی دی. په دې سند کې د پوهنځي اوسنی وضعیت د تشکیلاتي جوړښت، بشري سرچینو، علمي ظرفیتونو، تعلیمي او څېړنیزو اسانتیاوو، زیربناوو، تجهیزاتو، اکاډمیکو فعالیتونو، تدریسي او څېړنیزو پروګرامونو، او همدارنګه اساسي ننګونو او محدودیتونو له پلوه په هر اړخیز ډول ارزول شوی دی. دغه تحلیل د پوهنځي د اوسني موقعیت او د راتلونکي پرمختګ د مسیر یو روښانه انځور وړاندې کوي.
په دې پلان کې د کرنه پوهنځي لیدلوری دا ټاکل شوی چې په ملي او نړیواله کچه د معیاري تدریس، علمي څېړنو، نوښت، ټولنیزو خدمتونو او د دوامدار کرنه د پراختیا په برخه کې په یو باوري او پېژندل شوي علمي مرکز بدل شي. د پوهنځي مأموریت د کرنه او مالدارۍ په بېلابېلو څانګو کې د لیسانس، ماستري او دکتورا په کچو کې د مسلکي، متعهد او متخصصو کادرونو روزنه، د هېواد د کرنیز ستونزو د حل په موخه د علمي څېړنو ترسره کول، د فقر کمول، د کرنیز تولیداتو زیاتوالی، د غذایي مصونیت تأمین او د ملي اقتصاد پیاوړتیا ده. د پوهنځي بنسټیز ارزښتونه د اسلامي اصولو مراعات، اکاډمیک تعهد، په تدریس او څېړنه کې کیفیت، اداري شفافیت، مسلکیت، نوښت او حساب ورکونه دي.
د اغېزمنو ستراتیژیو د تدوین لپاره د داخلي او خارجي چاپېریالي عواملو د علمي تحلیل میتودونه کارول شوي دي. په دې لړ کې د داخلي عواملو د ارزونې ماتریکس (IFEM)، د خارجي عواملو د ارزونې ماتریکس (EFEM)، د داخلي او خارجي عواملو ګډ ماتریکس (IEM) او د سوات تحلیل (SWOT) تر سره شوی دی. د دغو تحلیلونو پایلې ښيي چې د کرنه پوهنځی د پیاوړو ټکو لکه مجرب علمي کادر، اوږده اکاډمیکه سابقه، د دیپارتمنتونو تنوع، څېړنیزو فارمونو او باغونو درلودونکی دی؛ خو له بلې خوا له داسې ننګونو سره هم مخ دی لکه د مالي سرچینو محدودیت، د پرمختللو لابراتواري تجهیزاتو کموالی، د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو اړتیا او پر دولتي بودیجې نسبي تکیه. همدارنګه، د کار بازار کې د کرنیزی متخصصینو د اړتیا زیاتوالی، د ملي او نړیوالو همکاریو د پراختیا امکانات او د علمي څېړنو د ودې فرصتونه شته، خو په عین حال کې اقتصادي بېثباتي او چاپېریالي بدلونونه د پام وړ ګواښونه ګڼل کېږي.
د ترسره شوو تحلیلونو پر بنسټ، د کرنه پوهنځي ستراتیژیک اهداف په اساسي محورونو کې تعریف شوي دي، چې پکې د تدریس او څېړنو د کیفیت لوړول، د زیربناوو او لابراتوارونو پراختیا او معیاري کول، د ادارې او رهبري سیستمونو پیاوړتیا، د برېښنايي زده کړو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا، د ټولنې او کرنیز سکتور د ستونزو په حل کې د پوهنځي د رول زیاتول، د ملي او نړیوالو علمي او څېړنیزو همکاریو پراختیا، او د مالي خپلواکۍ پر لور تدریجي حرکت شامل دي. د دغو موخو د تحقق لپاره پنځهکلن اجرایي پروګرامونه د مشخصو فعالیتونو، د تطبیق د مهالویش، اړینو سرچینو او تمه کېدونکو پایلو سره ترتیب شوي دي.
د پلان په وروستۍ برخه کې د تطبیق، څارنې او ارزونې میکانیزمونه په شفاف ډول تعریف شوي دي، تر څو د پلان اغېزمن تطبیق تضمین شي. دغه میکانیزمونه د مسئولیتونو ټاکنه، د پرمختګ د سنجش شاخصونه، منظم راپور ورکولو سیستم او د ارزونې د پایلو کارونه د دوامدارې اصلاح لپاره رانغاړي. د کرنه پوهنځي د پنځهکلن ستراتیژیک پلان بریالی تطبیق کول د لوړو زده کړو د کیفیت په لوړولو، د علمي څېړنو په پراختیا، د مسلکي بشري ځواک په روزنه، او د افغانستان د کرنه د دوامدار پرمختګ او د ملي اقتصاد د ودې په برخه کې د دې پوهنځي رول لا پیاوړی کړي.