د ډيپارټمنټونو کمېټه
دغه کمېټې د پوهنځي اکادمیکي شورا ته مسؤلې دي او د هرې څانګې د ټولو اکاډمیکو غړو څخه جوړېږي. د دوی مشري د اړوندې څانګې آمر کوي. دوی د څانګې اداري، مالي، تدریسي او څېړنیزو چارو تنظیم او څارلو واک لري. د لوړو زدهکړو وزارت د څانګو د مقرراتو د پلي کولو مسؤلیت هم د دوی پر غاړه دی. د څانګو کمېټې د اړتیا پر بنسټ او یا لږ تر لږه په میاشت کې دوه ځله غونډې کوي.