د پوهنځي علمي شورا
د دې شورا اساسي موخه دا ده چې د پوهنځي اکادمیک غړي سره یو ځای کړي څو د محصلینو د روزنې او څېړنو په برخه کې د لوړو معیاري، مسلکي، اخلاقي او معنوي ارزښتونو تر لاسه کولو کې همکاری وکړي. دا شورا د پوهنځي د رئیس په مشرۍ، مرستیال رئیس د راپور ورکونکي په توګه ، د څانګو د مشرانو او د هرې څانګې له دوو استازو څخه جوړه ده. دوی هرو دریو اونیو کې لږ تر لږه یوه غونډه کوي. د کمېټې دندې او مسؤلیتونه په عمده ډول د اکادمیکو پرېکړو په ترسره کولو او د دغو پرېکړو په تایید تمرکز لري څو د لوړو مقاماتو له لوري یې نور اجرايي ګامونه واخیستل شي.