د څېړنې او خپرېدو ساحه
وږمه ژورنال د ژبپوهنې او ادبياتو مسایل او موضوعات خپروي. موخه يې د داسې علمي څېړنيزو ليکنو خپرول دي چې د ژبې، ژبپوهنې، ادبياتو، ليکوالۍ، ژباړې او له دې څانګو سره د ګډڅانګيز او څوڅانګيز مېتود پر بنسټ تړاو ولري. د پښتو ژبې او ادبياتو په اړه څېړنې پکې شوې وي، د پښتو ژبې او ادبياتو د تاريخ اړخونه، ګړدودونه او نورې اړوندې برخې يې څېړلي وي. د دې ژبې د اوسنيو مسايلو، او په ژبپوهنه او ادبياتو کې د نويو نظريو، لاستهراوړنو، موندنو او پرمختګونو په اړه څېړنې پکې رانغښتې وي. د وږمه ژورنال لیکنې څېړنيزې دي.