پېژندنه
وږمه علمي-څېړنيز ژورنال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې علمي او څېړنيز ژورنال دی، چې په ۱۳۳۶ کال کې يې د «وږمه مجله» په نامه د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د استادانو له خوا په پښتو ژبه په خپرونو پيل وکړ. د دې ژورنال لومړنۍ ګڼه د ۱۳۳۶ د تلې په مياشت کې د ښاغلي پوهاند دوکتور محمدرحيم الهام په مسوول مدېريت له چاپه راووتله. په وږمه مجله کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي پر استادانو سربېره د افغانستان او نړۍ د وتليو څېړونکو علمي مقالې، ژباړې او ادبي او فرهنګي علمي څېړنيز مطالب پر پښتو سربېره په انګلېسي، فرانسوي او الماني ژبو هم خپاره شوي دي. د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې استادانو په ۱۳۹۸ کال کې دغه ژورنال يو ځل بيا فعاله کړ چې د دې دورې نوې ګڼې يې هم له همدې کال راپهدېخوا په پرلهپسې ډول خپرېږي. په ۱۴۰۲لمريز کال کې وږمه علمي-څېړنيز ژورنال دويم ځل د لوړو زدهکړو وزارت د څېړنو محترم رياست څخه د فعاليت جواز ترلاسه کړ.