د فارمسي پوهنځي ستراتیژیک پلان لنډیز

کلونه: ۱۴۰۲ – ۱۴۰۶ هـ ش

لید  لوری:

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی هوډ لري چې د معیاري تدریس، هدفمندې څېړنې، او د لوړ کیفیت خدماتو له لارې، د سیمې او نړۍ په کچه د معتبرو پوهنځیو له ډلې څخه وپېژندل شي.

 مأموریت:

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی د درسي، علمي او مسلکي معیارونو مطابق د زده کړې مناسب او اسان شرایط برابروي، څو د هېواد ځوانان د فارمسي په برخه کې علمي او مسلکي موخو ته ورسېږي، اړینې پوهې او مهارتونه ترلاسه کړي او د هېواد د خدمت سرچینه وګرځي.

ارزښتونه:

  • رښتینولي، عدالت، خلاقیت او نوښت
  • د منابعو ساتنه او د مسؤلیت منل
  • د اخلاقي، مذهبي او ملي معیارونو درناوی
  •  

موخې او ستراتیژیک محورونه:

لوي موخې

ستراتیژیک محورونه

موخه ۱ — د څېړنې تولید او وده

د څېړنې فرهنګ پیاوړتیا، د څېړنیزو بنسټونو ملاتړ، او د علمي خپرونو پیاوړي کول.

موخه ۲ — اداري اصلاحات

په اداري چارو کې شفافیت او د HEMIS (د لوړو زده کړو د معلوماتو سیستم) تطبیق

موخه ۳ — د نصاب بیاکتنه

د نصاب وده د نړیوالو معیارونو او د کار بازار اړتیاوو سره سم.

موخه ۴ — د کیفیت تضمین

د کیفیت تضمین کمېټې فعالول او د فعالیتونو منظم ارزونه.

موخه ۵ — برېښنايي زده کړه

د ډیجیټلي زده کړې سیستمونه جوړول او د درسي ویډیوګانو چمتو کول.

موخه ۶ — د بنسټونو ښه والی

د حیواناتو کور (Animal House)، د درملو بوټو باغ، درسي دواخانه، او د طب سنتي مرکز جوړول.

موخه ۷ — د ظرفیت لوړونه

د استادانو د ماستري، دوکتورا او مسلکي ورکشاپونو لپاره استول.

موخه ۸ — د اسنادو بیاکتنه

د داخلي طرزالعملونو او علمي اسنادو تعدیل او تازه کول.

موخه ۹ — د اړیکو پراختیا

له د عامې روغتیا وزارت، د درملو له تولیدي شرکتونو او روغتونونو سره د تفاهم‌لیکونو لاسلیک.

موخه ۱۰ — عادلانه لاسرسی

د جنسیتي عدالت رعایت، او د ټول محصلینو لپاره د صنفونو او لابراتوارونو تجهیز.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د(قوت، ضعف، فرصتونه، ګواښونه) تحلیل

قوتونه:

  • د فارم‌دي نصاب شتون، د دوکتورا او ماستري استادان.
  • مجهز لابراتوارونه، علمي مجله، او د همکارۍ تفاهم‌لیکونه.
  • د عاید سرچینې او د څېړنې او تدریس تمرکز.

ضعفونه:

  • د آنلاین تدریس لپاره کافي زیربنا نه شتون.
  • د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو منظم پروګرام نه‌شتوالی.
  • د داخلي طرزالعملونو مؤثره نه‌کارونه.

فرصتونه:

  • د کابل پوهنتون ملاتړ.
  • له مسلکي ادارو سره د تفاهم‌لیکونو شتون
  • د ماستري پروګرام، لنډ مهاله کورسونو او د درسي دواخانې د پرمختګ امکانات.

ګواښونه:

  • د فارمسیسټ د واقعي مقام نه تثبیت د روغتیايي نظام په چوکاټ کې.
  • د هغو استادانو نه‌راګرځېدل چې بهر ته د زده کړو لپاره تللي.
  • د نړیوال علمي ژورنال د جوړولو محدودیتونه.
  •  

پنځه کلن عملیاتي پلان (د فعالیتونو بېلګې)

  • د علمي کنفرانسونو او روزنیزو ورکشاپونو تنظیم.
  • د درملو او فارمسیوتیکي محصولاتو کیفي تحلیل
  • د طب سنتي مرکز، حیواناتو کور، او د درملو بوټو باغ جوړول.
  • د ډیجیټلي زده کړې سیستمونو تطبیق او د درسي ویډیوګانو تولید.
  • د کتابتون تجهیز (۱.۸ میلیونه افغانۍ) او د لابراتوارونو تجهیز (۱۸ میلیونه افغانۍ).
  • د استادانو د زده کړو لوړول د داخلي او خارجي بورسونو له لارې.

د څارنې او ارزونې میکانیزم:

  • د داخلېدو، محصول، پایلې، کار وړتیا او کیفیت شاخصونو کارول.
  • د پلان د تطبیق دوامداره څارنه.
  • کلنۍ ارزونه او د اړتیاوو او امکاناتو پر بنسټ د ستراتیژیک پلان تازه کول.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: