د ماليزيا هيواد پلاوي د کابل پوهنتون ليدنه وکړه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۱۸
223156

د ماليزيا يو لوړرتبه پلاوي، چې کابل ته راغلی و، د کابل پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل. په دې ناسته کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي ډاکټر شيرعلي جوهر د پوهنتون علمي او تاريخي ځانګړتياوې بيان کړې او له ماليزيايي پوهنتونونو سره يې د لا زياتو علمي اړيکو پر رامنځته کيدو ټينګار وکړ.

ماليزيايي وفد د کابل پوهنتون په انګړ کې د علامه سيد جمال الدين افغاني د مقبرې زيارت وکړ او د افغانستان د معلوماتو له مرکز څخه يې هم ليدنه وکړه. هغوی د دواړو هيوادونو ترمنځ علمي همکارۍ مهمې وبللې او د دې همکاريو په پراخولو کې يې خپله علاقه څرګنده کړه.

ياده دې وي چې د روان لمريز کال په ثور مياشت کې د ااا د لوړو زده کړو وزارت او ماليې وزارت د استازو ګډ پلاوي د کابل پوهنتون د رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز په مشرۍ ماليزيا ته سفر کړی و، چې په ترڅ کې یې د ماليزيا له نړيوال اسلامي پوهنتون (IIUM) او د ماليزيا پوټرا پوهنتون (UPM) سره د ګډو علمي همکاريو هوکړه شوې وه. د دغو همکاريو لومړنۍ برخه به د مسلکي محاسبې په برخه کې پيل شي او تمويل به يې د ااا د مالیې وزارت لخوا ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: