د کابل پوهنتون رهبرۍ له ممتازو محصلینو سره ګډه ناسته وکړه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۵۶
5858

د کابل پوهنتون د رییس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د کابل پوهنتون له ټولو پوهنځیو څخه پنځوس تنو ممتازو محصلینو سره نن د غبرګولي پر اته ویشتمه نېټه ګډه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې ممتازو محصلینو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او د پوهنتون د رهبرۍ د علمي او اداري خدمتونو مننه یې وکړه.

د کابل پوهنتون رییس له محصلینو وغوښتل چې په خپلو زده‌ کړو کې هڅاند واوسي او "د اسلام او هېواد په حق کې خپل مسولیتونه هېر نه کړي". هغه وویل: د پوهنتون دروازې تل د محصلینو پر مخ خلاصې دي او مسولین ستاسو خدمت ته ژمن دي.

ښاغلي عزیز وویل، پوهنتون هڅه کوي د نظري زده کړو سربېره عملي تجربو ته هم لا پراخ فرصتونه برابر کړي.

نوموړي په دې برخه کې له بېلابېلو امارتي ادارو سره د شويو هوکړه‌ ليکونو یادونه وکړه، چې له مخې یې د ساینسي علومو محصلین له عملي فرصتونو ګټه اخلي.

په ناسته کې د محصلینو د فکري لوړاوي په موخه د محصلانو چارو د انسجام آمریت د نوښتونو او فعالیتونو ستاینه هم وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: