د کارمندانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
22514

 د کابل پوهنتون د کار کوونکو چارو آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو تدریسي مدیرانو  او اداري کارمندانو لپاره د "اداري فساد سره د مبارزې" تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دې ورکشاپ کې د پوهنتون ګڼ شمېر تدریسي مدیرانو  او اداري کارمندانو ګډون کړی وو، چې موخه یې  د اداري چارو لا ښه والي، د شفافیت بډاینې او د اداري فساد مخنیوي په برخه کې د پوهنتون کار کوونکو د ظرفیت لوړول و.

په ورکشاپ کې د پوهنتون مسلکي ټرینرانو د اداري فساد له عواملو، اغېزو او د هغه د مخنیوي لپاره اغېزمنو لارو چارو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۰
Background image

د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعالیت ترسره شو

د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ديني او اخلاقي مسؤولیتونو د لا ښه ترسراوي په موخه، د کابل پوهنتون محصلینو په رضاکارانه ډول د پوهنتون دننه د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعاليت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: