د اقتصاد پوهنځي او واخان انسټیټيوټ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي او واخان د مدیریت انسټیټيوټ ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د افغانستان د اقتصادي ستونزو او پایښت لرونکې پراختیا لپاره د ځانګړو موضوعاتو او سکټورونو په اړه د ګډو علمي څېړنو ترسره کولو، اسلامي بانکوالۍ، اقتصادي پالیسۍ، مدیریت او سوداګریزو کړنو په برخو کې د تخنیکي او علمي وړتیاوو لوړولو، عامه پوهاوي او مسلکي ظرفیتونو پیاوړتیا په برخو کې ګډ کار او هڅې کوي.