د فارمسي پوهنځي او څراغ لوړو زده کړو طبي موسسې ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه وشوه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۱۱
22563

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او څراغ لوړو زده کړو طبي موسسې ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. چې له مخې به یې کابل  هنتون فارمسي پوهنځی په درې عمده برخو کې له یادې طبي موسسې سره علمي همکاري کوي. د فارمسي پوهنځي رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر په وینا چې د فارمسي پوهنځی به د څراغ طبي موسسې استادانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړوي، دغه راز به له محصلینو سره د عملي کار او ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري کوي، ترڅنګ به یې محصلین د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له بډایه کتابتون او مجهزو لابراتوارونو څخه د څېړنې او مونوګراف لیکنې برخو کې عملي استفاده کوي.

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاون دوکتور حامد سالاري هم په خپلو خبرو کې د څراغ طبي موسسې مسوولینو ته همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د پوهنتون رهبري او اړوند مسوولین پلان کې لري ترڅو ورته نورې برنامې هم په لاره واچوي ترڅو د اکاډمیکو مراکزو اعتبار لا ډېر لوړ او با کیفیته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو سیالۍ اړوند غونډه ترسره شوه

د افغانستان د زراعت پوهنځیو د محصلینو ترمنځ د «کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو» سیالۍ د همغږۍ غونډه په آنلاین بڼه ترسره شوه.

په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۱
Background image

د دیني ـ اصلاحي درسونو لړۍ پای ته ورسېده

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د دیني ـ اصلاحي درسونو لس ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.

په دې درسي لړۍ کې معتبرو شیوخو کرامو پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو خبرې وکړې او له. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: