د پوهنې وزارت علمي څېړنو له ریاست سره د ګډو همکاریو همغږۍ ناسته ترسره شوه
نن یکشنبه، د ۱۴۰۳ ،لمریز کال د جوزا ۲۳ مه، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او د علمي څېړنو مرستیال دوکتور حامد سالاري د پوهنې وزارت د څېړنې له رئیس ډاکټر محمد عمر دورانزی سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د ښوونځیو د علمي اړخ په لا پیاوړتیا، د علمي څېړنو په برخه کې د دواړو اړخونو پر همغږۍ، د ښوونځیو د استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه د ورکشاپونو پر دائریدلو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
د ناستې په ترڅ کې د کابل پوهنتون خپل چمتووالی وښود، چې د علمي څېړنو په برخه کې به د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست سره د یو ځانګړي میکانیزم پر بنسټ همکاري کوي.