د کابل پوهنتون د مشرتابه د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

tariq_admin
45654

Event dates

Event dates -

Location کابل پوهنتون کارته چهارـ کابل افغانستان

(کل نفس ذائقة الموت) صدق الله العظیم   

په خواشینۍ سره خبر شو، چې د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې  پوهنځي استاد ښاغلی  پوهاند محمد ظریف تڼیوال  له فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوهاند تڼیوال د هېواد په علمي ډګر او د ځوان کهول ته د ښوونې او روزنې په برخه کې ناستومانې هلې ځلې کړې دي۔ د کابل پوهنتون مشرتابه، استادان، کارمندان او محصلین د ارواښاد له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولي او دوی ته تسلیت وړاندې کوي.

د ارواښاد استاد نشت د هېواد د اکاډمیکي ټولنې، په تېره د کابل پوهنتون لپاره ستر زيان بولي او د الله متعال له سپېڅلي درباره ارواښاد استاد ته د مغفرت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوي.

انا لله و انا الیه راجعون

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې

34.5146772, 69.1319197

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

More events

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۹:۱
Background image

د استاد پوهنمل نورمحمد ستانکزي حبیبي د مړینې په هکله د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او غم شریکۍ پیغام

د سه شنبه په ورځ د ثور ۲۵ نېټه د کابل پوهنتون د کرهڼې پوهنځي استاد، پوهنمل نورمحمد ستانکزي خپل روح حق ته وسپاره.

مرحوم پوهنمل ستانکزی حبیبي د کابل پوهنتون د کرهڼې پوهنځي د هارټیکلچر . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲ کابل پوهنتون کارته چهارـ کابل افغانستان
Background image

د فاتحې خبرتیا!

اعلان فاتحه!

مرحوم پوهنیار محمدعالم (ایرکین) فرزند محمد نبی استاد دیپارتمنت زبان و ادبیات اوزبیکی پوهنتون کابل، دیروز جمعه به اثر ایست قلبی، وفات نموده است. استاد ایرکین از جمله‌ی . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۳۲ کابل پوهنتون کارته چهارـ کابل افغانستان
Background image

د کابل پوهنتون د مشرتابه د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

(کل نفس ذائقة الموت) صدق الله العظیم   

په خواشینۍ سره خبر شو، چې د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې  پوهنځي استاد ښاغلی  پوهاند محمد ظریف تڼیوال  له فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوهاند تڼیوال د . . .