لیدلوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ او نوښتونو په برخه کې د ګټورو او اغېزناکه میتودونو په غوره کولو سره د ملي اهدافو او کابل پوهنتون ستراتیژۍ د پیاوړتیا په برخه کې خپل رهبري رول ته ژمن دی.

مأموریت:

1. د پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو لپاره د انټرنیټي خدمتونو برابرول.

2. د پوهنتون په سټوډیو کې د استادانو ویډیویي کلیپونه ثبت او ایډیټ کول.

3. په پوهنتون کې د امنیتي کمرو کنټرول، څارنه، نصب او چک کول.

4. د پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د تخنیکي وسایلو د سافټویر ستونزې حل کول.

5. د پوهنتون د ټولو څانګو د تخنیکي وسایلو د هارډویر ستونزې حل کول.

6. د پوهنتون  (ku.edu.af)ډومېن په کارولو سره د استادانو او کارمندانو لپاره د رسمي بریښنالیکونو رامینځته کول.

7. د پوهنتون په ویب پاڼه د ورځنیو راپورونو، خبرتیاوو، علمي او اداري بستونو، د پوهنتون ټولو پوهنځیو او څانګو اړوند بشپړ معلوماتو او نورو ټولو اړین مطالبو خپرول؛

8. د پوهنتون د HEMIS سیسټم چارو پر مخ وړل؛

9. د لیلیې د بایومیټریک سیسټم څخه کنټرول چې پکې (Access Control ,Real time ,Attendance) شامل دي؛

10. د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په لابراتوارونو کې د پوهنتون محصلینو لپاره د زده کړه ییزو چوپړتیاوو وړاندې کول؛

11. د پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د ویډیو کنفرانسونو تنظیمول؛

12. د دفترونو، لابراتوارونو او د پوهنتون د کتابتونونو د فعال معلوماتي ټکنالوژیکي توکو، سافټویر او هارډویرونو د فعالیت او چمتو کولو مدیریت او نظارت؛

13. د زده کړه ییز او روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو ملي او نړیوالو ویډیو کنفرانسونو تنظیمول.

14. د نوي سیسټمونو رامینځته کول او پراختیا، او د پوهنتون د موجوده معلوماتي سیسټمونو ستونزې حل کول.

موخې:

د اغېزناکه پروګرامونو طرحه کول، د هارډویر، سافټویر او شبکې سرورونو د فني او تخنیکي چارو کنټرول او څارنه، په منظم ډول د کابل پوهنتون په کچه د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوو او اړینو  اړتیاوو رامنځته کول او برابرول.

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.