د اګرانومي ډیپارټمنټ
د اګرانومي څانګه د کرنې پوهنځي له تاسيس څخه ۱۳۳۵ هـ ش کال نه تر ۱۳۵۸ هـ ش کال پورې د کرنې پوهنځي د نباتي علومو په څانګه پورې اړه لرله او ټول مضامین او موضوعات یې د نباتي علومو په څانګه کې تدریس کیدل. له بل اړخ څخه اګرانومي د کرنې سکتور یوه مهمه برخه جوړوي، په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې د اګرانومي څانګه د تکړه، اکاډمیکو کادرونو په لرلو سره چې زیاترو یې د ماسټري او دوکتورا لوړې زده کړې د امریکایي، اروپایي او آسیايي هیوادونو په غوره پوهنتونونو کې پای ته رسولې وې، د یوه خپلواکې څانګې په توګه یې د کرنې پوهنځي کې پیل وکړو.
د یادولو وړ ده چې اګرانومي څانګه د تآسیس له نیټه څخه تر اوسه د یوې فعاله (مورنۍ) څانګې په توګه په کرنې پوهنځي کې رول لوبولۍ.
د دې څانګې اصلي او بنسټیزې موخې د ځوانانو نظري او عملي روزنه د غه څانګې په مختلفو برخو کې ده تر څو علمي خدمتونه په ملي او نړیوالو سطحه وړاندې کړي. له مرکز او ولایتونو څخه د ښوونځیو فارغان وروسته د کانکور د آزموینې له تیرولو څخه او د شرطونو پوره کولو سره دغه څانګې کې جذب او تدریس ورته کیږي. د لیسانس او ماسټرۍ محصلین د کرنې پوهنځي په فارم کې خپلې تجربې او څېړنیزې چارې ترسره کوي. همدارنګه محصلین د معلوماتو او خبرتیاوو او د موادو د راټلولو، د تحقیقي مسائلو، د سیمینارونو د موضوعاتو د وړاندې کولو لپاره د کرنې مختلفې سرچینې کتابتونونو، د کرنې وزارت او نورو برخو ته مراجعه کوي.
د یادولو وړ ده چې د ۱۳۶۹ هـ ش کال نه تر۱۳۹۲ هـ ش کال پورې د ابولګولو او خاورې پیژندنې څانګې مسؤلیتونه د دې څانګې په واسطه پر مخ وړ کیدل. په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د بایو تکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید څانګه د ۵ تنه علمي کادرونو سره د اګرانومي څانګې څخه جلا او د یوې خپلواکې څانګې په ډول یې فعالیت پیل وکړو.
اګرانومي څانګه خپلې اکاډمیکې دندې چې تدریس، علمي څیړنې، د کنفرانسونو وړاندې کول، د درسي کتابونو لیکل، د علمي مقالو خپرول، د نصاب بیاکتنه او معیاري کول، د کیفیت د ښه کولو پروګرامونو تطبیق او تعقیب، د محصلینو د اکاډمیک پرمختګ یا علمي سفرونو تنظیمول، له ادارې سره همکاري، د اړیکو ټینګول د ملي او نړیوالو مؤسسو سره، د بیلابیلو کمیټو سره همکاري، د پوهنځي پوهنتون، د لوړو زده کړو او کرنې وزارتونه، د آزموینو ترتیب، د څیړنیزو پروژو په چمتو کولو کې د محصلینو سره مرسته او د ځوان استادانو سره همکاري شاملې دي په بریالی توګه سرته رسوي.
-
د محصلینو لپاره په مختلفو اګرانومي برخو کې د معیاري او لوړ کیفیت تخنیکي پوهې چمتو کول ترڅو په ټولنه کې په اغیزمنه توګه برخه واخلي.
-
د نوي ډولونو د معرفي کولو په اړه د مسلکي پوهې وړاندې کول او په فارمونو کې یې پراختیا.
-
د ذخیره کولو میتودونو معرفي کولو لپاره اړین مسلکي پوهه او مهارتونه ترلاسه کول، د صنعتي فابریکو لپاره د خامو موادو پروسس او تنظیم کول.
-
د لوږې او بیا رغونې سره د مبارزې لپاره د دوامداره کرنې سیسټم پلي کول، د خوړو خوندیتوب برابرول.
-
په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د دندو او مسؤلیتونه د علمي، تحقیقي او تخصصی څیړنو ترسره د کول په بریالیتوب سره.
-
د غوره کیفیت زده کړنیزو پروګرامونو او خدماتو چمتو کولو له لارې حساب ورکونه د افغانستان د کرنې پراختیا ته.
-
د عنعنوي کرنې د بدلول پرعصري کرنې د نوو زراعتي ټیکنالوژیو معرفي کول په واسطه.
-
د لیسانس او ماسټري پروګرامونو کې د مسلکي کادرونو روزنه او ټولنې ته وړاندې کول.
د اګرانومي څانګه مکلفه ده چې د غوره تدریس، معیاري څیړنې د غوره او متخصصو کادرونو روزنه او نور مربوط خدمتونه د اګرانومي د یو ملي او سیمیز نهاد په توګه وي.
د اګرانومي څانګه د معیاري علمي او څیړنیزو خدماتو چمتو کولو کې، د ظرفیت لوړولو کې، د تدریس په واسطه د کدري یا متخصصو کسانو، د غوره او با کیفیته خدمتونو وړاندې کول د کرنې سکتور د مهمې څانګه په توګه په ملي او سیمه ایزه توګه ژمنه ده.
-
د اګرانومي څانګې په مختلفو برخو کې د مسلکي کادرونو روزنه.
-
د علمي او مسلکي پوهې پر بنسټ د کرنیزو بنسټونو پیاوړتیا.
-
د وړتیا لوړولو لپاره اړین مسلکي پوهې او مهارتونه ترلاسه کول د مزروعي نباتاتو تولید او اقتصادي ارزښت یې.
-
د مزروعي نباتاتو د غوره محصولاتو د ښه کولو، سمولو او تولید لپاره د څیړنېزو پروژو ترسره کول.
-
د خوراکي توکو د کمښت له منځه وړل چې د نړۍ د اکثرو هېوادونو او افغانستان اوسنۍ ستونزه ده.
-
د عنعنوي کرنې بدلو پر عصري کرنې لپاره د عصري زراعتي ټیکنالوژیو کارول.
-
د خوړو د عادلانه ویشلو او د خوړو د خوندیتوب د ښه کولو له لارې د لوږې سره د مبارزې لپاره د دوامداره کرنېزو سیسټمونو پیاوړتیا.
دا مهال د افغانستان د پوهنتونونو په کچه هوکړه لیکونه په ځانګړې توګه د کرنې پوهنځیو په کچه او همدارنګه د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره شتون لري، مګر هغه دوه اړخیزې اړیکې چې پخوا د بهرنیو هیوادونو سره شتون درلود اوس شتون نلري.
د اګرانومي څانګه یو خپلواک لابراتوار لري چې نسبتا په اړینو وسایلو سمبال دی یاد شوي وسایل د محصلینو د علمي څیړنو لپاره کارول کیږي.
شکل 9ـ د اګرانومي څانګې لابراتوار انځور
د اگرانومي ډيپارټمنټ د کادري غړو پیژندګلوي
هـ) د اګرانومی څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)
ګڼه |
د مضمون نوم |
کوډ نمبر |
د کریډیټونو تعداد |
ګڼه |
د مضمون نوم |
کوډ نمبر |
د کریډیټونو تعداد |
۱ |
د ګنده بوټو د کنټرول اساسات |
AgAgron 0532 |
۳ |
۸ |
د علمي تجربو جوړول او تحلیل |
AgAgron 0638 |
۳ |
۲ |
د وچو سیمو کرنه |
AgAgron 0531 |
۲ |
۹ |
حبوبات |
AgAgron 0640 |
۳ |
۳ |
علوفه جات |
AgAgron 0533 |
۲ |
۱۰ |
صنعتي نباتات |
AgAgron 0848 |
۳ |
۴ |
ارګانیک فارمینګ ( عضوي کرنه) |
AgAgron 0535 |
۲ |
۱۱ |
غوړین نباتات |
AgAgron 0849 |
۳ |
۵ |
دوامداره کرنه |
AgAgron 0536 |
۲ |
۱۲ |
څیړنیزې پروژې ۱ |
AgAgron 0746 |
۲ |
۶ |
نباتي فزیولوژي |
AgAgron 0641 |
۳ |
۱۳ |
څیړنیزې پروژې ۲ |
AgAgron 0850 |
۲ |
۷ |
غلی دانی |
AgAgron 0743 |
۳ |
|
|
|
|