د محصلینو لپاره ۱۵ ورځینی فکري او روزنیز سمینار پای ته ورسېد

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۶:۲۴
544

په دې سمینار کې د مرکزي حوزې له پوهنتونو څخه له (۳۰۰) تنو څخه زیاتو محصلینو ګډون کړی وو او همدارنګه نوموتو علماوو لخوا د ۱۵ ورځو په لړ کې  هغوی ته مهم دیني، عقیدتي، فکري، او اصلاحي مسایل تدریس شول.

د دې مراسمو په پای کې د کابل پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو وزارت رهبري او د هېواد نوموتو دیني علماوو ګډون کړی وو.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د محصلینو دیني او ملي مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، هغه څه چې په یاد سمینار کې زده کړي له نورو سره هم شریک کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد ندیم نوموړی سمینار د محصلینو لپاره ګټور او ضروري یاد کړ، تر څو له دې لارې ددوی اسلامي او اخلاقي معلومات زیات شي او د نورو لپاره لارښوونکي شي. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې محصلین له دې سمینار څخه غوره او اغېزمنه ګټه واخلي. په دې سمینار کې پر محصلینو تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: