د کابل پوهنتون الکترونیکي زده کړو بورډ غونډه ترسره شوه
د کابل پوهنتون الکترونیکي زده کړو بورډ میاشتینۍ غونډه د روان کال مرغومې میاشتې ۲۴ نېټه د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت تر رهبرۍ لاندې ترسره شوه.
په دې غونډه کې په کابل پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو پرمختګ، د ستونزو ارزونه او یادو ستونزو ته حل لارې پیداکولو په اړه د بورډ د غړو ترمنځ بحثونه ترسره شول. او همدارنګه د پوهنځیو استازو خپل نظریات او وړاندیزونه ددې سیستم غوره والي په برخه کې له مسولینو سره شریک کړل.