لیدلوری، مأموریت او موخې
د سپورتي پروگرامونو ترتیب او تنظیمول؛ د محصلانو لپاره د پسرلنیو او منی په موسم کی د سیالیو ترسره کول او تنظیمول؛ محصلینو ته د سپورت او بدني روزنی د زمینی برابرول؛ همدا راز د پوهنتون استادانو، محصلانو او کارکوونکو ته د کابل پوهنتون په ځانګړي علمی چاپېریال کې د سپورت د زمینې برابرول.
همدا راز موږ د کابل پوهنتون انتخابی تیمونه جوړه وو چي دوی له پوهنتون بهر په سیالیو کې برخه اخلی موږ د المپیک کمیتی او همدا راز د نورو بنسټونو له لوري په جوړو شوو سیالیو کې دوی ته د گډون زمینه برابروو.