لید لوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
په څیړنو او عصري زده کړو ولاړه د بڼوالۍ د سکتور پایداره وده
مأموریت:
د متخصصو کادرونو روزل چې په ملي او بین المللي ارزښتونو باور ولري، صادقانه د خدمت مصدر شي او د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د هارتیکلچر دیپارتمنت ماستري برنامې مهمې موخې په لاندې ډول دي:
- د بڼوالۍ په برخه کې د ماستر په سویه د ملي کادر روزل چې د بڼوالۍ برخې د ستونزو د تحلیل وړتیا ولري او د هغوی د حل لپاره مناسبې لارې چارې پیدا کړي.
- د بڼوالۍ سکتور د ودې په برخه کې د محصلانو او څیړونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول او د تطبیقي مهارتونو تر لاسه کول
- د تحصیلي رشتې سره سم د محصلانو د علمي او عملي وړتیا لوړول
- د تطبیقي څیړنو د خدماتو ډیروالی
- د هارتیکلچر رشتې په برخه کې د علمي آثارو د خپرولو ظرفیت لوړول