د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د افغانستان بانک سیاستونو په اړه سمینار وړاندې شو
نوموړي سمینار د روان کال لیندۍ میاشتې په ۲۲نېټه د افغانستان بانک مسؤلینو لخوا د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو ته ترسره شو.
په دې سمینار کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د افغانستان بانک موخو، دندو، او عمومي سیاستونو په اړه په دریو پرزنتشنونو کې مفصل او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د کابل پوهنتون محصلانو چار مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبي، د اقتصاد پوهنځي رئیس او استادانو او همدارنګه د افغانستان بانک مسؤلینو هم د سمینار په پیل کې برخه اخیستې وه او هغه یې د محصلینو لپاره اغیزمن او ګټور یاد کړ.