په کابل پوهنتون کې د استسقاء لمونځ ادا‌‌ء شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۵:۴۱
349

د وچکالۍ د ختمېدو او رحمت باران ورېدلو په موخه د روان کال قوس مياشتې په ۱۵ مه نېټه د چهارشنبې ورځ  د کابل پوهنتون د مسئولینو، محصلینو، استادانو او کارکوونکو لخوا په کابل پوهنتون کې د استسقاء لمونځ ادا شو.

شيوخو او علما‌‌‌‌ء کرامو د نصوصو په رڼا کې د استسقاء د لمانځه په ارزښت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې دغه اسلامي کار ته مراجعه وکړي، ترڅو په هېواد کې وچکالي او طبیعي ستونزې د خدای په فضل او رضا سره پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۳۶
Background image

کېمیا پوهنځي کې د پوسټر پرېزنټېشن رقابتي برنامه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کېمیا پوهنځي د استادانو تر لارښوونې لاندې، د ياد پوهنځي شپږو محصلينو د خپلو ترسره کړو تحقيقاتو پوسټر پرېزنټېشن رقابتي برنامه کې ګډون وکړ، او خپل هغه مسلکي موضوعات يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د کارمندانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

 د کابل پوهنتون د کار کوونکو چارو آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو تدریسي مدیرانو  او اداري کارمندانو لپاره د "اداري فساد سره د مبارزې" تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل پوهنتون علمي ژورنالونه په انلاین بڼه پرلیکه شول

د کابل پوهنتون ملي ژورنالونه، چې پخوا یوازې په چاپي بڼه خپرېدل، اوس په آنلاین بڼه هم خپرېږي! دغو ژورنالونو ته نړیوالISSN  نمبر او د کراسریف نړیوالې ټولنې (CrossRef) له خوا DOI  ورکړل. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.