په فارمسي پوهنځي کې جدیدالشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۴:۵۳
379

نوموړې غونډه د روان کال لیندۍ میاشتې په ۷نېټه په فارمسي پوهنځي کې ترسره شوه، لومړی د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنځي د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او هغوی یې د هېواد، پوهنتون او پوهنځي پر وړاندې مسولیتونو ته متوجه کړل.

وروسته د پوهنځي مرستیال ښاغلي پوهنمل احمد تمیم غفاري د پوهنتون ضوابطو او اصولو په اړه خبرې وکړې او د هېواد صحي نظام او فارمسي مسلک ارزښت په اړه یې هغوی ته وضاحت ورکړ.

دغونډې په پای کې د پوهنځي فرهنګي کمېټې  غړي ښاغلي پوهنیار عبدالجلیل نثار او د لومړي ټولګي لارښوود استاد د پوهنځي آسانتیاوو، تشکیلاتي جوړښت او کرېډېټ سیسټم په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې عمومي تدریسي مدیر ښاغلی مسعود نوري، د ډیپارټمنټو، لاربراتوارونو، کتابخانې، د آی ټي مرکز مدیران او د پوهنځي نورې آسانتیاوې له نیژدې ور وپیژندلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۵۵
Background image

د ګډې علمي همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي او د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د ګډو علمي همکاریو په موخه، د محصلینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۰
Background image

د "څېړنې میتود" تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "د څېړنې میتود" تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې پوهنتون نویو ګمارل شویو استادانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه پیل شو. په دې ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۹:۳۸
Background image

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د ليسانس په کچه فارغ شول

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، دیني عالمانو، استادانو، محصلینو او د دوی د کورنیو  غړو حضور درلود.

د کابل پوهنتون رئیس، دوکتور. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.