د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي ځمکني تولیداتو له غرفو څخه لیدنه وکړه
د کابل په بادام باغ سیمه کې د هېواد مني موسم ځمکني تولیداتو ۲۹ ام نندارتون ترسره شوی دی، د هېواد له هر ګوټ څخه تجارانو، صنعت کارانو او هقانانو خپل ځمکني تولیدات په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي له ۱۰ قلمه څخه زیات ځمکني تولیدات؛ چې ددې پوهنځي محصلینو لخوا جوړ شوي دي؛ هم په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه چې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز یې ملتیا کوله؛ ددې نندارتون د لیدنې ترڅنګ د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي تولیداتو له غرفو څخه هم لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال محصلین وهڅول او د محصلینو هڅې یې د هېواد په مارکېټ کې د علمي بنسټونو د تثبیتولو نښانه یاده کړه او ټینګار یې وکړ؛ چې د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د پوهنتونونو علمي او څیړنیز ملاتړ څخه به هیڅ ډول هڅې و نه سپموي او له هر ډول فرصت څخه به پوره ګټه ترلاسه کړي.
دیادونې ده؛ چې ددې نندارتون په لومړی ورځ د نظام لوړ رتبه چارواکو او همدارنګه د بهرنیو ډیپلوماتانو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي له تولیدي غرفو څخه هم لیدنه کړې وه.