په کابل پوهنتون کې د (( ام ام اې او بوکس)) رشتو محصلینو د تمرین بهیر
د کابل پوهنتون لس ګونه محصلین په A او B ګروپونو د پوهنتون ورزشي جمنازیوم کې د ایمې مې او بوکس په برخو کې هره ورځ په ورزش کولو بوخت دي، نوموړي محصلین په پوره شوق او علاقه د روښانه راتلونکې په تمه په دې برخو کې تمرین کوي.
ددې محصلینو روزونکي استاد محبوب الله خالقی وایي: له دریو کلنو راپدیخوا زه دوی ته په تمرین ورکولو بوخت یم او له نېکمرغه د کابل پوهنتون په سطحه رزمي ورزش ته د محصلینو علاقه زیاته ده.
په همدې حال کې ورزش کار محصلین هم د ښاغلي خالقي له پوره هڅو او د پوهنتون ورزشي برخې مسؤلینو څخه چې د تمرین زمینه یې برابره کړې؛ خوښي څرګنده کړه او د لا زیات ملاتړ غوښتونکي شول.
د محصلینو له ډلې احمد حسیني وویل: «موږ له رزمي ورزشونو سره علاقه لرو، ورزش زموږ روغتیا تضمینوي؛ موږ له مسؤلینو څخه غواړو چې د ورزش په برخه کې د امکاناتو برابرولو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي.»
د ورزشي برخې روزونکي محبوب الله خالقي هم زیاتوي چې؛ په پوهنتون کې موجوده ورزشي امکانات باید زیات شي؛ چې د محصلینو د هڅونې باعث کیږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې په کابل پوهنتون کې د کرکټ، فوټبال، والیبال، فوټسال او قوشتي په برخو کې هم محصلین په تمرین بوخت دي او په دې برخه کې یې تر اوسه څو سیالۍ هم ترسره کړې دي.