د کابل حوزې کانکور آزموینه ترسره شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۰:۳۳
315

د ۱۴۰۲ هـ ش کال کابل حوزې کانکور عمومي آزموینه د روان کال زمري میاشتې په ۲۷ نېټه  په کابل پوهنتون کې ترسره شوه، د کابل حوزې کانکور آزموینې پرانیستې مراسمو کې د آزموینو ملي ادارې رهبري، د لوړو زده کړو وزارت معین د کابل پوهنتون رهبري او د ملي رادیو تلویزون رئیسانو برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په سطحه د کانکور آزموینې په اهمیت په اړه خبرې وکړې او ددې روند د ځانګړیتوب غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي طاهر احمد په یاده غونډه کې په پوهنتونو کې د عصري علومو په زده کړه ټینګار وکړ، د ملي رادیو تلویزون رئیس ښاغلي قاري یوسف احمدي په یاده غونډه کې خبرې وکړې او له ځوانانو وغوښتل؛ چې د علم او پوهې په زده کړه ټولنه اصلاح کړي.

د آزموینو ملي ادارې رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني د کانکور آزموینې له ړونتیا او عدالت څخه ډاډ ورکوي او ټینګار کوي، چې داسې سیستم طرحه شوی، چې د تقلب، جعل کارۍ نه شي کولای د په هغه کې نفوذ وکړي،  نوموړي زیاته کړه، چې د تیرو کالو په نسبت سږ کال د ګډونوالو د جذب ظرفیت لوړ شوی دی.

د کانکور ملي ادارې د مهالوېش په اساس په ټول هېواد کې د کانکو آزموینه په (۵) دورو کې واخیستل شوه چې (۳) دوره یې په ولایتونو کې او څلورم دور آزموینه په کابل کې ترسره شوه. د آزموینو ملي ادارې رئیس په وینا چې له ټول هېواد څخه له سلو زرو څخه زیات ګډونوال په آزموینه کې ګډون کړی، چې دهغه له ډلې به د لوړې سلنې نومرو په درلودلو لوړو زده کړو وزارت ته جذب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: