د نصاب کمېټه
دغه کمېټه د کابل پوهنتون له مهمو کمېټو ګڼل کېږي. د پوهنځي په کچه د جوړو شوو فرعي کمېټو په سر کې راځي او د علمي مرستیال تر مستقیمه لارښوونه لاندې فعالیت کوي. په دې کمېټه کې د هر پوهنځي یو لوړرتبه استاد د با صلاحیته استازي په توګه غړیتوب لري. ددې کمېټې غونډې اړتیا ته په کتو جوړېږي او که یې اړتیا پېښه شي بېړنۍ غونډې کوي.