لید لوری، مأموریت او موخې
ليدلوری:
په عدلي، قضايي او جزايي برخو کې د متخصصو او پوهو کادرونو روزنه، د ديني، عدلي او قضايي علومو د کادرونو د پوهې او زدهکړو د کچې لوړول، او ټولنې ته پر دين، د هېواد نافذو قوانينو پوه او ژمن متخصصان ورمخته کول.
ماموريت:
د ديني، شرعي، عدلي او قضايي علومو د متخصصانو ښوونه او روزنه؛ د ديني، قضايي او عدلي علومو د کادرونو ظرفيت لوړونه؛ په ټولنيز عدالت، د قانون ټينګښت او د وګړيو د ديني، شرعي او ټولنيزو قضيو په هوارولو کې د همکارۍ او ونډې اخيستلو لپاره ټولنې ته وړاندې کول.
موخې:
په شرعي، ديني، عدلي او قضايي علومو کې د متخصصو پوهو کادرونو ښوونه او روزنه. په تېره د اسلاميو فقهي، عدلي، قضايي او ټولنيزو مسايلو د پوهو، وتليو او متخصصو کادرونو روزنه.