د فارمسي پوهنځي غذایي توکو د تجزیې او کنترول په لابراتوارونو کې د غذایي توکو ستندرد ملي ادارې تخنیکي همکارانو ( تکنیشنونو) ته د تغذیې په برخه کې دوهمه زده کړییزه دوره پیل شوه.
د فارمسي پوهنځي او غذایي توکو ستندرد ملي ادارې د ترسره شوي هوکړه لیک له مخې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي غذایي توکو د تجزیې او کنترول په لابراتوارونو کې دستندرد ملي ادارې تخنیکي همکارانو ( تکنیشنونو) ته تغذیې په برخه کې دوهمه زده کړییزه دوره د روان کال ثور میاشتې په ۳۱نېټه د پوهنځي رئیس او استادانو په موجودیت کې پیل شوه.
په پام کې ده، د ستندرد ملي ادارې دوه تنه تخنیکي همکاران د فارمسي پوهنځي تغذیې څانګې استاد پوهنوال بشیراحمد بشیر څخه دوه میاشتې زده کړه وکړي. د فارمسي پوهنخي رئیس ښاغلي پوهنوال محمد آقا ژکفر ددې برنامې اهمیت او اړتیا مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې یاد کورس هم دوام کولای شي.