د ښاري طراحۍ او پلان ډیپارټمنټ
الف د ډيپارټمنټ پېژندنه:
دا دیپارټمنټ ژمن دی چې معیاري روزنیر خدمات وړاندې کړي چې ددې ډيپارټمنټ محصلین د معتبرو علمي څېړنو او عملي کار جوګه وي.
ب د ډيپارټمنټ موخې:
۱- لیدلوری:
د ښاري پلان او طراحۍ دیپارټمنټ غواړي چې د هېواد د پراختیا لپاره وړ متخصصین وروزي، چې د سیمې په کچه د ښاري پلان او طراحۍ، ښارونو د طراحۍ، ښاري ټرانسپورټ، تجزیه، ښارونو د تحلیل، د ښار د چاپېریال طراحي او پلانول، د ښاري اوبو تنظیم، چاپېریال او ښاري مدیریت کې فعالیت ولري.
د ښارجوړونې او تنظیم په برخه کې د ژمنو، نوښتګرو او وړ متخصصانو روزنه؛ چې خپل مهارتونه پراخ کړي او د ښارونو د تحلیل، طراحۍ، اوبرسونې د سیستمونو د مدیریت، ښارونو د مدیریت او پلانولو په برخه کې له دې مهارتونو ګټه واخلي.
۱- بنسټي موخې
دا ډيپارټمنټ هڅه کوي چې د ښاري پلان اوطراحۍ په برخه کې داسې متخصص او متعهد محصلین وروزي چې د ليسانس تر بشپړلو وروسته لاندې وړتیاوې ولري:
- د انجنیري- تخنیکي موسساتو کې د تدریس وړتیا
- د ښاري سیستم او نورو اړوندو سیستمونو طراحي، اجرا او تدوین
- د ښاري پروژو د طراحۍ او اجرا وړتیا
- د ځیرکو ښارونو په طراحۍ کې د علمي تحقیقاتو د ترسره کولو وړتیا
- د مسلکي-تخنیکي وړتیاوو د لوړلو لپاره د پروګرامونو د طراحۍ وړتیا
- د ښاروالیو له پروژو د څارنې وړتیا لرل
- د ماسټرۍ پروګرام ته د محصلینو د شاملېدو زمینه برابرول.
ج. تحصیلي نصاب(تخصصي مضمونونه)