د معلوماتي سیسټمونو ډيپارټمنټ
الف. پېژندنه:
معلوماتي سیستمونه د کمپیوټر ساینس په برخه کې یو له مهمو برخو څخه ده. د ژوند په ټولو برخو کې د معلوماتو ذخیره کول، ترتیبول او بیا کارولو په شمول د زده کړې، څېړنې، نوښت، روغتیا، سوداګرۍ، امنیت او داسې نور د شخصي او ټولنیزو چارو لپاره ډېر مهم دي. د کار پلانول، اغېزمنې پرېکړې کول، د پروژو پلي کول او د بنسټونو د ګډون تنظیمول ټول په معلوماتو او د هغې په سم ترتیب پورې اړوندېږي. معلوماتي سیسټمونه په پورته ټولو مواردو کې د کارونې وړ ده. ددې ساحې په مرسته مسلکي کسان کولای شي د ارقامو او ډیتا پر بنسټ اغېزمن او مستند کار وکړي. دیتا او معلومات د معلوماتو سیسټمونو په مرسته تحلیل کېدای شي او د معیاري قواعدو په پام کې نیولو سره د ډیټابیس په نوم کمپیوټري سیسټمونو کې زیرمه کېدای شي. ورته زیرمه شوي معلومات د څېړنې، مېچ کولو، پرتله کولو، راپور او نورو برخو لپاره کارول کېږي. د څانګې سیسټمونو د جوړولو او په موثره توګه د کارولو په موخه د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ معلوماتي سیسټمونه جوړ شوي دي.
د کابل پوهنتون د معلوماتي سیسټمونو ډيپارټمنټ د علمي او مسلکي کارکوونکو د روزنې او همدا رنګه د معلوماتي سیسټمونو په ځانګړی ډول د کمپیوټر ساینس په یرخه کې د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره فعاله ده. دا علمي موسسه اوسمهال (۱۳۹۸ه.ش) د لېسانس او ماسترۍ دورې لپاره معیاري پروګرامونه لري. په دې څانګې کې ځانګړي تدریسي موضوعات دا دي:
- د ډیتابیسونو ډیزاین او پراختیا.
- د ویبپاڼو او سیسټمونو ډیزاین پراختیا (ویب ډیزاین).
- په نوو برخو کې تخنیکي پروګرامونه
- د ګرځنده سیسټمونو پروګرامونه او پراختیا.
- د معلوماتو ذخیره کولو او کارولو په برخه کې کار. (Data Warehouse & Data Mining).
- د طبیعي ژبې ډیټاسایټونو سره کار کول (Natural Language Processing).
- ځایي معلوماتو سره کار کول او ابری ویب چاپیریال کې تطبیقول. (Spatial Data Analysis).
ب. موخې:
د معلوماتي سیسټمونو د څانګې موخه په د یلدې څانګې لیوالو کسانو د ساینسي مسایلو او تخنیکي مهارتونو تشریح کول. د معلوماتي سیسټمونو حانګه یوه ځانګړې مسلکي ډيپارټمنټ ده او کمپیوټر ساینس کې د معلوماتو سیسټم یو له بنسټیزو څانګو څخه شمېرل کېږي. دا ډيپارټمنټ نوي نصاب ته اړتیا لري. د دې څانګې علمي کادرونه غوره مسلکي وړتیاوې، د څېړنې او تدریس تجربه لري. اکثریت یې په دې برخه کې د ماسترۍ او دوکتورا سند لرونکي دي. د معلوماتي سیسټمونو د څانګې علمي کادرونه له مهمو مسوولیتونو څخه د دې څانګې د علمي برنامو لپاره د نصاب رامنځته کول دي
د دې څانګې د پروګرامونو نصاب د اړتیا او پلان له مخې مخکې له مخکې چمتو شوی، چې د کار بازار د اړتیا په پام کې نیولو سره د معلوماتي سیسټم اړوند موضوعات په کې شامل دي. هغه زده کړیالان چې د دې څانګې له بیلابیلو پروګرامونو څخه فارغ شوي په داسې ډول زده کړې کوي، چې د عملي کار په ګډون د معلوماتي سیسټمونو په برخه کې له پیل څخه پرمختللي درجو پورې اړوند علمي او مسلکي زده کړې دي. دې څانګې پورې اړوند ټول مسلکي کورسونه عمومي مسایل، پرمختللي او عملي موضوعات شامل دي .
۱. لیدلوری:
د معلوماتي سیستمونو ډيپارټمنټ د عصري علومو د پراختیا په رڼا کې او د کمپیوټر ساینس پوهنځي له نورو اړوندو څانګو سره په همغږۍ او د خپلو وړتیاوو د چوکاټ په نظر کې نیولو سره لاندې نظرونه وړاندې او پلي کوي:
- په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د ښه شهرت رامنځته کول او د دې څانګې زده کړیالانو ته د کیفیت او اغېزمن اکاډمیک خدماتو چمتو کول.
- مسلکي او اکاډمیک کارمندانو ته د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا په کچه روزنه ورکول تر څو دوی وکولای شي په ټولنې کې د تدریس، څېړنې، پراختیا ، سوداګرۍ، مدیریت او داسې نورو برخو مې فعالیت وکړي.
- د معلوماتي سیسټمونو په برخه کې د څېړنې او نوښت پراختیایي فعالیتونو کې برخه اخیستل او د هېواد په کچه په پورته ذکر شویړ قضیو کې له اړوند ارګانونو سره هنغږي کول.
- په نړیوالو څېړنو کې مثبت رول لوبول. په سیمه او نړۍ کې د کمپیوټر ساینس او معلوماتي سیسټمونو په برخه کې د تخنیکي څېړنیزو ټولنو غړیتوب.
۲. مأموریت:
د دې څانګې ماموریتونه چې د تخنیکي ټیم او د اکاډمیک کارکونکو لخوا تر سره کیږي، په لاندې ډول دي:
- د معلوماتي سیسټمونو په برخه کې په نړیواله کچه منلي شوي معیارونو او عصري علومو په سویه زده کړیالانو روزنه.
- دمسلکي پوهې د زده کړې لپاره د دې څانګې زده کړیالانو ته مناسب چاپیریال برابرول څو وکولای شي خنیکي څېړنه، مدیریت، د ستنزو حل، متشبثیت او نور په دوامداره او ښه ډول زده کړي.
- د معلوماتي سیسټمونو په برخې کې لکه مطالعه، وړاندیز کول، پلان جوړول، دیزاین، پراختیا، مدیریت او د معلوماتو ساتلو په برخو کې مسلکي او متخصص فارغین وړاندې کول. او همدا رنګه د تخنیکي ستونزو او تخنیکي زیربناوو لپاره د مناسبو حللارو موندلو سره د هېواد ګټور او دوامداره پرمختګ په لور مرسته وکړي.
- د هېواد په لویو څېړنیزو پروژو کې د دې څانګې د محصلینو او فارغانو لخوا د اړوندو علومو تخنیکي او عملي تیوري وړاندې کول.
- د ریاست د تعلیمي پروګرامونو د ملاتړ، ارزونې او پراهتیا په برخه کې له دولتي بنسټونو او خصوصي سکتور سره همغږي؛ خو د څانګې فعالیتونه ښه شي او همدا رنګه د کاري بازار د اړتیاوو په اساس د څانګې زده کړیالان وروزل شي.
- د سوله ییز چاپیریال برابرولو په موخه د کمپیوټر ساینس معلوماتي سیسټم د علومو تطبیق او شریکول.
- د کمبیوټر هاردویر او سافتویر په برخه کې د تخنیکي وسیلو کارونې او هم د معلوماتي سیسټمونو او کمپیوټر ساینس نویو پروګرامونو سره د زده کړیالانو پېژاند.
- او په پای کې د افغانستان د کاري بازار لپاره د څانګې په نښه شویو برخو کې فارغین وړاندې کول. تر څو په افغان متخصصینو بانذې د بهرنیو متخصصینو تکیه زیاته شي.
۳.بنسټیزې موخې:
معلومات په ټولو شخصي، ټولنیزو، تاریخي، سوداګریزو او نورو مسلو کې خورا مهم اصل دی. زموږ ورځني فعالیتونه د معلوماتي سیستمونو لخوا مسقیم اغېز کېږي. معلوماتي سیسټم کولای شي په فزیکي یا کمپیوټري بڼه له یوې ځانګړي سیسټم سره تړاو ولري. انټرنټ ورو ورو د انسان د ورځني اړتیاوو څخه شمېرل کېږي. د معلوماتو سیسټمونه په مستقیم ډول د انټرنټ لخوا د ویبپاڼو او ډیټابیسونو له لارې کارول کېږي. ددې اوصولو په پام کې نیولو سره په دې برخو کې د متخصصینو لپاره د بازار موندنې اړتیا په ساده ډول ارزول او احساسېږي. د معلوماتي سیسټمونو د څانګې فارغین به افغاني ټولنې ته د ډیټابیس، د ویبپاڼې ډیزاین او پروګرام جوړولو په برخه کې د مسولو متخصصینو په توګه وړاندې شي او د شخصي، دولتي ادارو په ګډون به د ټولنې اړتیاوې پوره کوي. په اصل کې ددې څانګې محتوا او نصاب د دې ټولو مسایلو او د ټولنې د اړتیاوو په رڼا کې طرحه شوی او هڅه شوې، چې له نوې ټکنالوژۍ سره په تفاهم درسي او عملي پروژې پلي کړي.
ج. توامیتونه:
د معلوماتي سیسټمونو اداره له اړوند څانګو سره مستقیمه اړیکه نه لري. ټول رسمي، تدریسي، څېړنیز او نورې اړیکې د کمپیوټر ساینس له پوهنځي او کابل پوهنتون له ادرس څخه کېږي.
د. لابراتوار و او زده کړیز تجهیزات:
دا ډيپارټمنټ د عملي درسونو لپاره یو مجهز لابراتوارلري.
د علمی غړو لست:
- پوهندوی محمدشعیب زرین خیل
- پوهنیار عبدالرحمن صافی
- پوهنیار ضیاالله مومند
- پوهنیار لطف الرحمن حقمل
- پوهنیار مجید ایوبی
- پوهنیار هدایت الله لودین
هـ. تحصیلي نصاب( تخصصي مضمونونه)
ګڼه |
د مضامینو نومونه |
کود نمبر |
کريډيټ |
ګڼه |
د مضامینو نومونه |
کود نمبر |
کريډيټ |
۱ |
د دیتابیس بنسټونه |
CS331 |
۴ |
۱۰ |
د ساینس معلومات(دیتا) |
CS531 |
۴ |
۲ |
پروګرام لیکنه او ساینسي دیتا |
CS332 |
۴ |
۱۱ |
موبایل ټکنالوژي او پروګرام لیکنه |
CS532 |
۴ |
۳ |
د انټرنټ ټکنالوژي او ویب پروګرام لیکنه |
CS432 |
۴ |
۱۲ |
ب معلوماتي سیسټم |
CS533 |
۴ |
۴ |
عامل سیستم |
CS433 |
۴ |
۱۳ |
مدیریت پروسسهای تجارتی (BPM) |
CS534 |
۳ |
۵ |
د معلوماتو لټون |
CS631 |
۴ |
۱۴ |
انجینری نرمافزار |
CS535 |
۴ |
۶ |
موبایل پروګرامونو پراختیا |
CS632 |
۴ |
۱۵ |
دیتای ویرهاوس |
CS732 |
۴ |
۷ |
ویب خدمتونه |
CS633 |
۴ |
۱۶ |
ادارۀ دیتابیس |
CS733 |
۴ |
۸ |
ساختارهای معلومات اولیه و الگوریتم |
CS634 |
۴ |
۱۷ |
دمعلوماتي سیسټمونو امنیت |
CS734 |
۴ |
۹ |
د انسان او کمپیوترتعامل (HCI) |
CS635 |
۴ |
۱۸ |
دیتامایننگ |
CS832 |
۴ |