د اتومي او هسته يي فزیک ډيپارتمېنت
پېژندنه:
د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په چوکاټ کې یو له درېو نويو جوړ شويو دیپارتمنونو څخه دی چې د ټولنې د اړتیاو په اساس د پوهنتونونو، لوړو زدکړو موسسو، روغتیا، انرژی، کرنې، سکتوري وزارتونو، صنعت، معدن، مخابراتو، د هستوي انرژي اداره او داسې نورو اړونده نهادونو سره د سولیزو هستوي انرژي څېړنو په پار د علمي او مجرب کادري غړو په درلودلو سره را منځ ته شوی دی.
لیدلوری:
د هستوي او اتومي فزیک دیپارتمنت هڅه کوي چې د فزیک په برخه کې د زده کړو، څیړنو، لارښوونو مشورو او د ټولنی لپاره د عملی پروژو په پلی کولو سره وړ کادرونه وروزي او ټولنې ته په کمی او کیفی توګه د خدمت مصدر وګرځی، ترڅو په هیواد او سیمه کې د یو غوره علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه وپیژندل شي.
ماموریت:
د هستوي او اتومي فزیک دیپارتمنت د کار بازار د اړتیاوو په پام کې نیولو او د زده کړی له لاری د تخصص لوړلو په موخه د نورو ښوونیزو، روزنیزو او څیړنیزو بیسټونو لپاره په مسلکی وړتیاوو سمبال علمی کادرونو د روزنی په برخه کې کار کوي.
موخې:
- د تخصص په اساس د پوهي رامنځته کول.
- د هستوي او اتومي فزیک په برخه کی د مسلکی کادرونو روزنه.
- د لوړو زده کړو د تحصلی نظام پر بنسټ د کادرونو رامنځته کول چی اغیزمنی پایلی ولری.
- د شاګرد محوری د میتود پر بنسټ د وړتیاوو روزنه او پرمختګ.
- د هستوي او اتومي فزیک په برخه کی د څیړنیزو بنسټونو رامنځته کول او دهغه په واسطه د څیړنیزو خدمتونو وړاندی کول.