لید لوری، مأموریت او موخې

الف- د پوهنځي لیدلوری

په ملي، سیمه‌ییزه او نړۍ‌واله کچه د یو مخکښ بنسټ په توګه د وترنري زدکړو او څېړنو په برخه کې د واحدې روغتیا تګلارې په پام کې نیولو سره د وترنري علومو پوهنځي معرفي کول.

ب- د پوهنځي مأموریت

د څارویو د روغتیا، تولید، هوساینې او د عامې روغتیا د ساتنې لپاره د واحدې روغتیا تګلارې په پام کې نیولو سره د متخصصینو د تربیې په موخه په نظري او عملې توګه د و وترنري مسلک اړوند د باکیفته لوړو زدکړو او څېړنو وړاندې کول.

ج- د پوهنځي بنسټیز ستراتیژیک اهداف

  • ټولنې ته د مسلکي او روزل شوو وترنرانو وړاندې کول؛
  • د حیواناتو د روغتیا د کیفیت ښه کول او د هغوی د تولید زیاتوالی؛
  • د باکیفیته خوړو د برابرولو له لارې د انسان د روغتیا ښه کول او د انسانانو او څارویو ترمنځ د ګډو (زونوز) ناروغیو څخه د انسانانو ساتنه؛
  • د واحدې روغتیا په رامنځته کولو کې ونډه اخیستل او فعاله مشارکت؛
  • د خوړو د امنیت او مصونیت د اوږدمهالو پروګرامونو په جوړولو او تطبیق کې ونډه اخیستل؛
  • په علمي نوښت د ځوانانو د ملي روحیې پیاوړتیا او د ستونزو د حل لپاره د تطبیقي څېړنو له لارې د حل‌لارې رامنځته کول؛
  • د تطبیقي څېړنو د ترسره کولو او د علمي مدونو پالیسیو د جوړولو له لارې د هېواد د مالدارۍ او وترنري خدمتونو په پراختیا کې فعاله ونډه اخیستل.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: