لید لوری، مأموریت او موخې
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ملي او نړیواله کچه د یوه باوري علمي او اکاډمیک مرکز په توګه د افغانستان د ژبو او ادبیاتو لپاره د ژمنو او متخصصو کادرونو د روزلو په برخه کې کار کوي، چې د دې پوهنځي فارغان د تکړه او مسلکي څېړونکيو او ژبو او ادبیاتو ته د ژمنو اشخاصو په توګه خپل هېواد او ژبو ته په اکاډمیکه برخه کې خدمت وکړي.
د ټولنې اړتیاوو ته په کتو د ژبو او ادبیاتو اړوند د داسې مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه، چې د افغانستان پر تاریخي ارزښتونو او د هېواد پر قوانينو باور ولري او په ښه ډول هېواد ته خدمت وکړي او په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د پوهې په توليد او پراختيايي بهير کې فعاله ونډه واخلي.
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د جوړېدو موخه د تېرو پېړيو او اوسنيو فرهنګي او ادبي ارزښتونو پېژندنه، د هېواد د ځلاند فرهنګ او عالي ادبياتو پر څرنګوالي پوهېدنه او راتلونکو پېړيو ته يې د نوي نسل د روزنې له لارې لېږد. همدارنګه په مختلفو ادبي او ژبنيو علمي څانګو کې د تکړه ښوونکو روزنه ده. خو په کوټلي ډول د دې پوهنځي لپاره لاندې ځانګړې موخې یادولای شو:
- د ټولنې او محصلینو اړتیاوو ته په کتو د باکیفیته تحصیلي خدماتو وړاندې کول؛
- د ننني عصر له اړتیاوو سره سم د ادبي او کلتوري څېړنو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو رامنځته کول او پراختیا؛
- د ژبپېژندنې او ادبپېژندنې په برخو کې د علمي څېړنو لپاره زمینه برابرول؛
- د پښتو، دري او اوزبېکي ژبو د علمي او مسلکي بډاینې لپاره کار کول؛
- د پوهنځي په کچه د ژباړې او ادبي ـ کلتوري څېړنو په برخه کې د یوه باوري مرکز رامنځته کول؛
- د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د علمي-روزنیزو توامیتونو او تړونونو لاسليکول.
د علمي همکاريو تړونونه (توأمیتونه)
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د خپل فعاليت په بهير کې په بېلابېلو برخو کې په ملي او نړيواله کچه له پوهنتونونو او علمي او څېړنيزو مرکزونو سره ډېر د علمي همکاريو تړونونه درلود؛ خو څلورو لسيزو جګړو دغه اړيکې زيانمنې کړې؛ خو په دې وروستيو کې کلونو کې دغه تړونونه له سره لاسليک او اړيکې زیاتې شوې. د ژبو او ادبياتو پوهنځی اوس له چين، فرانسې او ايران سره د علمي او اکاډميکو همکاريو لاندې تړونونه لري:
- یونان مينزو پوهنتون (Yunnan Minzu University)- چين
- فردوسي مشهد پوهنتون ـ ایران
- علامه طباطبایي پوهنتون ـ ایران
- د بشري علومو څېړنيزه موسسه ـ ایران
- جواهر لعل نېهرو پوهنتون – هندوستان