د ټولنیز کار ډيپارټمنټ
الف. پېژندنه:
د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي د ټولنیز کار ډیپارټمنټ د علم او پوهې د پام وړ پرمختګ ته په پام او همدارنګه د ګران هېواد غوښتنو ته په کتو، د کاري او متخصص ځواک او د علم او فکر د تولید په هڅه کې دی چې د ټولنیز کار پنځه کلن لرلیدي پرمختیایي پلان یې له یو کلن ستراتېژیک پلان سره ترتیب او ترسیم کړی او د خپلو پرمختیایي پروګرامونو د ښه والي وړ حللارې یې موندلې دي، تر څو په دې برخه کې د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو او د هېواد په داخل او بهر کې د نورو لوړو زده کړو مؤسسو سره د باور وړ همکار او مرستندوی و اوسي او افغاني ټولنې ته د ځوانو او مسلکي کادرونو په وړاندې کولو سره د خدمت مصدر وګرځي.
که څه هم د ټولنيز کار ډیپارټمنټ تر خپلې وسې پورې په سختو حالاتو او شرایطو کې په لږو امکاناتو سره محصلینو او د پوهې مینه والو ته ارزښتمن خدمتونه وړاندې کړي دي؛ خو دې ډیپارټمنټ دا هڅې او خدمتونه کافي نه دي ګڼلي، د باکیفیته لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې له نړیوالو معیارونو سره مطابق، نور جدي او اغېزناک کارونه او کړنې په پلان کې لري.
دا ډیپارټمنټ، له ټولنیزو مصیبتونو څخه د زیانمنو خلکو د لاسنیوي په منظور، د لوړو زده کړو، د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د یونیسف ادارې په مالي مرسته په ۱۳۹۳ کال کې جوړ شو، ترڅو ټولنې ته مسلکي ټولنیز کارکوونکي وړاندې کړي.
ب. موخې:
1. لیدلوری:
د اجتماعي کار ډیپارټمنټ د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي یو له کلیدي او مهمو ډیپارټمنټونو څخه دی چې د یو علمي او ښوونیز مرکز په توګه د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د سرته رسولو هڅه کوي، تر څو مسلکي کادرونه د ټولنیز کار په ډيپارټمنټ کې زیانمنو ته د مرستې لپاره ټولنې ته وړاندې کړي او د ټولنیزې هوساینې د منځ ته راتګ د زیانمنو ډلو، لکه: ماشومانو لپاره د ستراتېژیو په تدوین سره له دولت او پالیسي جوړونکو سره علمي همکاري او مرسته وکړي.
2. ماموریت:
د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د اجتماعي کار ډيپارټمنټ رسالت او دنده لري چې معیاري ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي، وړ ښوونیز فرصتونه برابر کړي، لوړې او کاراخیستونکې څېړنې ترسره کړي او د ټولنیزو کارکوونکو تر نامه لاندې ټولنې ته متخصص کادرونه وړاندې کړي.
د اجتماعي کار ډیپارټمنټ هڅه کوي چې د محصلینو تر منځ ښوونیزو او څېړنیزو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او معیاري یې کړي، همدارنګه په دې لټه کې دی چې د عملي یا سیمه ییز کار (Field Work Practice/IInternship/& Field Visit) زمینه محصلینو ته برابره کړي.
:3. اساسي موخې
د ټولنیز کار په ډيپارټمنټ کې د لیسانس او ماسټر په سویه د علمي کادرونو روزنه؛
د محصلینو او ټولنې غوښتنو ته په پام د باکیفیته ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول؛
د ګټورو او لوړو څېړنو د پراختیا او ترسره کولو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو برابرول ؛
د ډيپارټمنټ په کچه د زیربناوو او ښوونیزې ټکنالوژۍ پراختیا او را منځ ته کول؛
د ډیپارټمنټ د استادانو او محصلانو د ارزونې د سیسټم معیاري کول؛
د خوځنده او فعال ښوونیز سیسټم او میتودونو اصلاح او ښه والی؛
د ماشومانو د ساتنې او اجتماعي هوساینې له مؤسسو سره د اغېزناک ارتباط را منځ ته کول او د ټولنیزې هوساینې لپاره محصلانو ته د ساحوي کارونو د زمینې برابرول.
ج) تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)
ګڼه |
د مضمون نوم |
کودنمبر |
کرېدېت |
ګڼه |
د مضمون نوم |
کودنمبر |
کرېدېت |
1 |
د ټولنیز کار بنسټونه |
BSW205 |
4 |
۱۶ |
د ټولنيز کار راپور لیکنه |
BSW221 |
4 |
2 |
په اسلام کې د ماشومانو حقونه |
BSW206 |
4 |
1۷ |
اجتماعي او اقتصادي پراختیا |
BSW222 |
۲ |
3 |
له ماشومانو او زلمیو سره انساني چلن |
BSW207 |
4 |
1۸ |
استوګنیز چاپیریال |
BSW223 |
۲ |
4 |
ټولنیزه رنځپوهنه |
BSW209 |
4 |
۱۹ |
د بشر حقونه |
BSW224 |
۴ |
5 |
اجمتاعي کار او د ماشوم حقونه |
BSW200 |
2 |
2۰ |
له مؤسسو لیدنه |
BSW225 |
4 |
6 |
د ماشوم او مور روغتیایي پالنه |
BSW213 |
2 |
2۱ |
په بېړنیو شرایطو کې د ماشومانو ساتنه او د بحران مدیریت |
BSW228 |
2 |
۷ |
ټولنه، فرهنگ او پراختیا |
BSW216 |
4 |
2۲ |
د ماشومانو سوکالي او هوساینه |
BSW230 |
4 |
۸ |
له مؤسسو لیدنه |
BSW219 |
4 |
2۳ |
سیمه ییز کار I |
BSW231 |
4 |
۹ |
د ماشوم ساتنه |
BSW220 |
2 |
۲۴ |
د ټولنیزې هوساینې پالیسي |
BSW237 |
4 |
۱۰ |
له ماشومانو او نویو څوانانو سره مستقیم چلن |
BSW232 |
2 |
۲۵ |
کارکوونکي ماشومان |
BSW238 |
2 |
1۱ |
د اجتماعي هوساینې اداره |
BSW233 |
۴ |
۲۶ |
اعیتاد او ماشومان |
BSW240 |
2 |
۱۲ |
سوله او د ټولنیزو شخړو حل |
BSW234 |
4 |
۲۷ |
ماشومان په وسله والو ډلو کې |
BSW241 |
4 |
۱۳ |
سیمه ییز کار II |
BSW226 |
4 |
|
په عدلي سیسټم کې د ماشوم لپاره عدالت غوښتنه |
BSW229 |
2 |
۱۴ |
د لارې د سر د ماشومانو مطالعه |
BSW243 |
2 |
۲۸ |
کار زده کړه Internship |
BSW242 |
4 |
۱۵ |
پراختیا د سازمان مدیریت
|
BSW244 |
4 |
۲۹ |
مونوگراف (سمینار )
|
BSW246 |
4 |