لید لوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د لوړو زده کړو په برخه کې د ترټولو معیاري مرکز باندې د پوهنځي بدلېدل او د معتبرو علمي معیارونو، زده کړه ایزو خدمتونو او ټولنيز باور پر بنسټ د هېواد او سیمې په کچه د یو وړ ځای ترلاسه کول دي.
مأموریت:
د حقوقي پوهې او سیاسي علومو په پرمختګ او ترویج کې برخه اخیستل او د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د علمي برنامو د پراختيا پر بنسټ مسلکي، ژمن او د ټولنې له اړتیاوو سره سم د بشري ځواک او کادرونو روزل.
موخې:
- د ټولنې پرمخـــــتګ او ودې لپاره د حقوقو او سیاسي علومو پراختیا
- د ټولنې له اړتیاوو سره سم د وړ او معیاري علمي ليکنو، وړاندې کول
- د انساني کرامت، اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره نوښتګرو، ژمنو او باوري کادرونو روزل
- د هېواد عدلي، قضایي، اداري او ډېپلوماسۍ ارګانونو د بشري ځواک اړتیاوو ته ځواب ویل