د کابل پوهنتون په انګړ کې د علي آباد روغتون د څښاک پاکو اوبو څاه پرانیستل شوه!

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۳:۴۹
357

د څښاک د اوبو دغه څاه د ډاکار موسسې (DACAAR) لخوا څخه د څه باندې سل زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوې ده. د یادې څاه د پرانیستې په مراسمو کې د کابل پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ عبیدالله عبیده، د علي آباد تدریسي روغتون رئیس او مسوولینو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او ډاکار موسسې (DACAAR) استازو حضور درلود.

کابل پوهنتون په پام کې لري چې د یادې څاه له اوبو څخه به د شنو ساحو په خړوبولو او نورو اړینو برخو کې کار واخلي. د علي آباد روغتون مسوولین وايي، چې د دې څاه په پرانیستلو سره به د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې ذکر شوې څاه په عصري وسایلو د سمبال سولري برېښنایي سیستم درلودونکې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

اداري کارمندانو ته مدیریت زده کړې ورکشاپ دایر شو

د کابل پوهنتون د مسلکې پراختیا امریت له لوري د مدیریت زده کړې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو چې پکې د پوهنتون اداري کارکوونکو ګډون درلود.

په ورکشاپ کې د مدیریت کلیدي عناصر،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو سیالۍ اړوند غونډه ترسره شوه

د افغانستان د زراعت پوهنځیو د محصلینو ترمنځ د «کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو» سیالۍ د همغږۍ غونډه په آنلاین بڼه ترسره شوه.

په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۱
Background image

د دیني ـ اصلاحي درسونو لړۍ پای ته ورسېده

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د دیني ـ اصلاحي درسونو لس ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.

په دې درسي لړۍ کې معتبرو شیوخو کرامو پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو خبرې وکړې او له. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: