د کابل پوهنتون علمي شوری غونډه ترسره شوه
د کابل پوهنتون علمي شوری غونډه د ۱۴۰۲ هـ.ل کال وري میاشتې ۲۲ نېټه سه شنبې په ورځ د پوهنتون رئیس او مرستیالانو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د لوړو زده کړو وزارت له هڅو څخه چې د استادانو د معاشاتو زیاتیدو په برخه کې یې ترسره کړې وې؛ مننه وکړه او هغه یې غوره ګام یاد کړ. وروسته نوموړي د ماسترۍ او شپې برناموڅخه څارنې، د محصلینو عملي کارونو، د استادانو علمي مکلفیت او د هغوی د ظرفیت لوړونې په برخه کې خبرې وکړې او د غونډې د غړو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون او د مرکزي زون ولایاتو پوهنتونو (۱۳)تنو استادانو د ګمارنې، د علمي ترفیعاتو د تثبیت باندې هم بحث وشو او قوانینو، مقرراتو او لایحو مطابق لازم تصمیمونه و نیول شول.
همدارنګه په دې علمي غونډه کې د محصلانو چارو پخواني مرستیال ښاغلي پوهنمل معاذالله نسیم له کړنو هم ستاینه وشوه.